تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوريې رقه کې د داعش ډلې پر ضد عمليات پيل شول
د امریکا ايتلاف کې شامل کردي او عرب ځواکونو په سوريه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) اصلي مرکز رقې ښار د بېرته نيولو په موخه د عملياتو پيلولو خبر ورکړی دی.
د "سوريې ديموکراتيک ځواکونه" وايي په دغو عملياتو کې به د امريکايي ځواکونو هوايي ملاتر هم ورسره وي.
د "سوريې د موکراتيکو ځواکونو" قومندان په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، عمليات پيل شوی موخه يې له رقې او شاوخوا سيمو د "اسلامي دولت" نومې ډلې ايستل دي."
نوموړي ځايي اوسېدونکو ته هم خبرداری ورکړی چې له هغو سيمو دې ووځي چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې وسله وال په کې موجود دي.
راپورونه وايي چې د سوريې ديموکراتيکو ځواکونو د رقې شمال کې ځينې سيمې له دغې يادې ډلې نيولې دي.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې عراقي پوځيان د امريکا په مرسته له موصل ښاره د "اسلامی دولت" ډلې د وسله والو د ايستلو په موخه جنګېږي.
د رقې په عملياتو کې د سوريې ګاونډي هېواد ترکيې د برخې اخيستو امکانات نه ترستوګو کېږي، ځکه ترکيه د کردانو وای پي جي ګروپ يوه ترهګره ډله بولې او د رقې بېرته نیولو کې د کردانو رول ورته د منلو وړ نه دی.
"اسلامي دولت" نومې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د خلافت له اعلانولو وروسته رقه خپل مرکز اعلان کړی و. دغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر بشار الاسد له مخالفو ياغيانو دغه ښار ونيو.
اټکل کېږي چې له ۲۵۰ زرو تر ۵۰۰ زرو پورې خلک په دغه ښار کې اوسېږي او تل له دغه ځايه د "اسلامي دولت" ډلې د وسله والو له خوا له عامو وګړو سره د ناوړه چلند خبرونه ورکول کېږي.
شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د سوريې ديموکراتيک ځواکونه په دې توانېدلي وو چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو او د دغه هېواد د پوځيانو په مرسته د منبج ښار له داعش ډلې ونيسي.