بایډن او پوتین د اوکراین کړکېچ په اړه خبرې کوي

سپينه ماڼۍ وايي، د اوکراين پر سر د کړکېچ د زياتېدو په تړاو به د امریکا ولسمشر جو بايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سې شنبې په ورځ د ويډيو له لارې خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن وویل، امریکا داسې شواهد لري چې روسيې پر اوکراين د لوی بريد پلان جوړ کړی و.

خو هغه زياته کړې چې دا څرګنده نه ده چې ښاغلي پوتين د بريد وروستۍ پرېکړه کړې وه که نه.

خو روسيې دا ادعاوې رد کړې دي.

د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکی د شنبې ماښام په يوه بيان کې ويلي، چې "ښاغلي بايډن به د اوکراين پر پوله د روسيې د پوځي فعاليتونو په اړه له ښاغلي پوتين سره اندېښنې شريکې کړي او د اوکراين د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره به د امريکا ملاتړ بيا تائيد کړي".

اوکراين وايي روسيې پر ګډه پوله زغره وال ګاډي، برېښنايي جنګي سيسټمونه او ۹۴ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي.

دا له ۲۰۱۴ کال راهيسې پر ګډه پوله د روسيې د ځواکونو تر ټولو لوی شمېر دی.

د استخباراتي راپورونو له مخې، د اوکراين د دفاع وزير اوليسکي رزينکوف ويلي چې کېدی شي مسکو د جنورۍ په پای کې د پوځي بريد پلان جوړ کړي.

د روسيې د پوځيانو خوځښت د امریکا او روسيې تر منځ اړيکي لاپسې ترينګلي کړي دي.

د جمعې په ورځ، ښاغلي بايډن خبرداری ورکړ چې "د ښاغلي پوتين لپاره به دا خورا ډېر ستونزمن کړي چې پر مخ لاړ شي او هغه څه وکړي چې خلک اندېښمن دي هغه يې کولی شي".

امريکا او اروپايي متحدينو يې پر روسيې د بريد په صورت کې د بنديزونو لګولو په اړه هم بحث کړی دی.

په داسې حال کې چې اوکراين د ناټو غړی نه دی خو له دې بلاک سره نژدې اړيکي لري او د امریکا د ټانک ضد توغنديو په ګډون لوېديځې وسلې يې ترلاسه کړې دي.

روسي چارواکو د بريد هر ډول پلان رد کړی او ويلي يې دي چې سرحدي ځواکونه هلته د پوځي تمرينونو لپاره مېشت شوي دي.

مسکو پر ناټو تور لګولی چې له کريميا څخه په تور سمندرګي کې د پوځي تمرينونو په ترسره کولو سره په پارونکي چلند کې لاس لري. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې اوکراين په خپله ګډه پوله ۱۲۵ زره سرتېري ځای پر ځای کړي خو کيف د دې ادعا په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.