تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراين کړکېچ: د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا نوې سفيرې پر روسيې نيوکې وکړې
ملګرو ملتونو ته د امریکا د نوې سفیرې په توګه نیکي هیلي د خپل کار پر لومړۍ ورځ روسیې ته توندې خبرې وکړې.
نوموړي په اوکرایین کې د روسیې له تاوتريخوالي ډک اعمال وغندل خو مسکو یې ردوي.
په تېرو دوو کلونو کې د اوکرایین په ختیځ کې چې بېلتون پالي یې په واک کې دي جګړې زور اخیستی دی.
دواړه اوکرایینی حکومت او بېلتون پالي یو بل تورنوي چې پر ولسي خلکو یې مرمۍ ورولي دي.