تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسراییل پلازمېنه د نړۍ تر ټولو ګران بیه او د سوریې پلازمېنه تر ټولو ارزان بیه ښارونه بلل شوي
د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې د ځنډ او په نړیواله کچه د ګرانۍ کچې له ډېرېدو سره د اسراییل تل ابیب د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښار بلل شوی دی.
د سږ کال لپاره د اکانومسټ انټلیجنس څانګې 'اي ای یو ' د ګران بیه ښارونو په نوملړ کې تل ابیب د فرانسې د پاریس پر ځای لومړي ځای ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، چې تېر کال همدې لیست کې تل ابیب پنځم ځای درلود. د سږ. کال لیست کې سنګاپور او پاریس دویم ځای لري.
د کورنۍ جګړې له کبله سخت ځپل شوی دمشق د تېر په څېر سږ کال هم د نړۍ تر ټولو ارزان بیه ښار بلل شوی او د لیست په پای کې یاد شوی دی.
په دې لیست کې د نړۍ ۱۷۳ هېوادونو ښارونه د توکو بیو او اسانتیاوو ترلاسه کېدو له پلوه د ډالر بیو له مخې سره پرتله کېږي.
اي ای یو ادارې د سږ کال لپاره د همدې ټولو ښارونو کې د اسانتیاوو بیې د ځايي کرنسۍ له مخې ارزولې او په رپوټ کې ویل شوي، چې په اوسط ډول د توکو بیې درې اعشاریه پنځه سلنه لوړې شوې دي.
دا په تېرو پنځو کلونو کې د انفلاسیون تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.
د توکو لېږد او ټرانسپورټ بیو کې تر ټولو ډېر لوړوالی په نښه شوی دی، ځکه په سروې کې شاملو ښارونو کې د نفتو بیې په اوسط ډول ۲۱ سلنه لوړې شوې دي.
د ژوند اسانتیاوو بیو ډېروالي له کبله تل ابیب ځکه لومړی ځای خپل کړی، چې د رپوټ له مخې د ډالر په مقابل کې د اسراییل کرنسي شیکل ارزښت خورا ډېر شوی دی.
رپوټ کې ویل شوي، د لږ تر لږه داسې لس سلنه توکو بیې چې په ورځني ژوند کې ورته ډېره اړتیا پېښېږي، لوړې شوې دي.
په سروې کې تل ابیب د شرابو او ټرانسپورټ بیو له مخې دویم، د خیر ښېګړې له پلوه پنځم او تفریحي اسانتیاوو له پلوه شپږم ځای خپل کړی دی.
د تل ابیب ښاروال یوې ځایي ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، دا ښار د جایدادونو بیو له کبله خورا ګران بیه شوی، چې د اي ای یو په رپوټ کې یې یادونه نه ده شوې.
د تېر کال په لیست کې پاریس، زېوریخ او هانګ کانګ د لومړي سر درې ښارونه وو. سږ کال بیا هانګ کانګ څلورم او پاریس پنځم ځای ته رسېدلي، او له دې وروسته د نیویارک، جنېوا، کوپن هاګن، لاس اینجلس او اوساکا نومونه په ترتیب سره راغلي دي.
په لیست کې د ایران پلازمېنې تهران په ځای کې بیا د سږ کال لیست له مخې تر ټولو ډېر بدلون راغلی او دا ښار له ۷۹ ځایه ۲۹ ځای ته رسېدلی دی.
پر ایران د امریکايي بندیزونو له کبله دغه هېواد کې د وارداتي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي. اي ای یو مسوولین وايي، د کورونا وېروس له کبله به دې لیست کې بدلونونه راځي.