کاپ ۲۶؛ د ګلاسګو غونډه کې هېوادونو پر نوي تړون موافقه وکړه

آلوک شارما در مراسم اختتامیه کاپ ۲۶ در گلاسگو

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ هېوادونو د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې د کاپ ۲۶ سرمشريزه کې د اقليم بدلون د خطرونو کمولو لپاره پر يوه تړون هوکړه وکړه.

د ګلاسګو د اقليم تړون په تاريخ کې د چاپېريال لومړی تړون دی چې له مخې به يې هېوادونه د ډبرو سکرو توليد کم کړي.

د شين کوريزه غازونو د توليد له مخې د ډبرو سکاره د سون تر ټولو ناوړه توکي بلل کېږي.

په دغه تړون کې د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د اقليمي بدلون سره د مبارزې په موخه د مالي مرستو د چمتو کولو پرېکړه هم وشوه.

د کاپ ۲۶ سرمشريزې په اصلي مسوده کې د ډبرو سکرو د مصرف ژمنه د هندي مشرتابه د مخالفت له امله لغوه شوه.

د هند د اقليم وزير بهوپندر يادو وويل، چې څنګه مخ پرودې هېوادونه کولی شي د ډبرو سکرو کارول بند، پراختيايي اجنډا پر مخ بوځي او بېوزلي له منځه يوسي.

په پای کې هېوادونو موافقه وکړه چې د ډبرو سکرو کارولو د بنديز پر ځای يې کارول او توليد کم کړي.

کوپ۲۶ په نامه دا غونډه باید پرون جمعه پای ته رسېدلې وای، خو د ډبرو سکرو، جامد سونتوکو کاروولو او له بیوزلو هېوادونو سره د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي لړ کې د مالي مرستو غوندې موضوعاتو پر سر د نور بحث له کبله وغځول شوه.

ساینسپوهان وايي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د تودوخې درجې محدودول به د اقلیمي بدلون خورا ناوړه اغېزو مخه ونیسي.

دا د ۲۰۱۵ کال پاریس هوکړې یوه مهمه برخه هم ده، چې ډېری هېوادونو پرې لاسلیکونه کړي دي.

هدف ته د رسېدو لپاره باید په نړیواله کچه د کاربن ګازونو تولید کچه تر ۲۰۳۰ کال پورې ۴۵ سلنه کمه شي.