پر نوې مسودې د سلا مشورو لپاره د اقلیمي بدلون غونډه اضافي وخت کې روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون په تړاو د نژدې ۲۰۰ هېوادونو نړیوالې غونډې مرکچیان د یوې هوکړې نوې مسودې پر ټکیو سلا مشورې کوي چې د ځمکې پر تودوخې د اقلیمي بدلون مخه ونیول شي.
له برايي خبرو وروسته د هوکړې لپاره د طرحې یوه درېیمه مسوده خپره شوې.
د کوپ۲۶ په نامه دا غونډه باید پرون جمعه پای ته رسېدلې وای، خو د ډبرو سکرو، جامد سونتوکو کاروولو او له بیوزلو هېوادونو سره د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي لړ کې د مالي مرستو غوندې موضوعاتو پر سر د نور بحث له کبله وغځول شوه.
د دې نړیوال کنفرانس مشر الوک شرما له ګډونوالو غوښتي داسې احساس راپیدا کړي چې 'هدف ته رسېدل شوني دي. ' وروستیو پرېکړو ته د رسېدو په لړ کې به نن شنبه د مذاکراتو لړۍ روانه وي.
ساینسپوهان وايي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د تودوخې درجې محدودول به د اقلیمي بدلون خورا ناوړه اغېزو مخه ونیسي.
دا د ۲۰۱۵ کال پاریس هوکړې یوه مهمه برخه هم ده، چې ډېری هېوادونو پرې لاسلیکونه کړي دي.
هدف ته د رسېدو لپاره باید په نړیواله کچه د کاربن ګازونو تولید کچه تر ۲۰۳۰ کال پورې ۴۵ سلنه کمه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هوکړې مسودې په هغه بڼه کې چې د جمعې پر ورځ خپره شوه، د ډبرو سکرو او جامد سونتوکو بې دریغه کاروولو په هکله څه نه و ویل شوي.
په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې فعالانو پرې نیوکې کړې، یو شمېر شنونکي وايي، دا لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو دغسې یوه سند کې په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو یادوونه کېږي.
ویل کېږي، سعودي عرب او چین د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې غواړي د جامدو سونتوکو په هکله د سبسډي حوالې باید لېرې کړل شي.
د مسودې هغې بڼې په تړاو چې بیا کتنه پرې شوې، ویل کېږي چې د شین کوریزو ګازونو تولید کچې کمولو په هکله له هېوادونو د ضرب الاجل لا سختولو غوښتنه شوې.









