کوپ ۲۶: باراک اوباما له ځوانانو وغوښتل، غوسه واوسي، خو خپله غوسه باید کابو کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
باراک اوباما د اقلیمي بدلون په هکله نړیوال غونډه کې د وینا پر مهال له ځوان کوله غوښتي چې د اقلیمي بدلون مبارزه کې 'قهرجن پاتې شي. '
د امریکا مخکیني ولسمشر ویلي، دوی باید د بدلون په موخه سیاسي فشار راوړي، خو په وینا دوی به دې لړ کې د جوړجاړي منلو ته اړتیا ولري.
د ښاغلي اوباما په خبره راتلونکي کې د اقلیمي غمیزې مخنیوي لار کې ' 'موږ هلته نژدې هم نه یو، چې چېرې باید وای. ''
نوموړي د اقلیمي ساینس په هکله د ډونلډ ټرمپ پر مخالفانه رویه د نیوکې په ترڅ کې وویل، امریکا بېرته د مخکښ رول لوبولو ته چمتو ده.
په کوپ ۲۶ غونډه کې د وینا پر مهال ښاغلي اوباما د چین او روسیې پر ولسمشرانو هم نیوکه وکړه، چې دې غونډه کې یې حضوري ګډون نه دی کړی.
د سکاټلنډ ګلاسګو دې غونډې دریځ ته تر رسېدو پورې ښاغلی اوباما په چکچکو بدرګه شو او د وینا په پای کې یې ګډونوالو په درېدو سره درناوی وکړ، خو یو شمېر فعالانو منفي غبرګون هم څرګند کړی.
نوموړي وویل، ۲۰۱۵ کال کې چې دی د امریکا ولسمشر و، د پاریس غونډې پر مهال شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې.
خو هممهاله فعالانو خپله ښاغلی اوباما تورن کړ، چې حکومت یې نه و توانیدلی له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لړ کې د شتمنو هېوادونو له لوري بیوزلو هغو د ۱۰۰ میلیاردو ډالرو مرستې ورکولو په ګډون ژمنې عملي کړي.
د ښاغلي اوباما وینا ډېره برخه ځوانانو ته وه، چې د ده په خبره ''حق لري چې په غوسه شي. ''
نوموړي وویل، دوی 'ځوانان ' نه شي کولای سیاست رد کړي، دوی باید د احتجاجونو او د عامه پوهاوي لپاره د هښټګونو خپرولو تر څنګ ''تر یوه بریده باید سیاست کې ښکېل شي. ''
نوموړي له بازاره د خپلې لور د پېرلو عادت یادونې سره ځوانانو ته وویل، د هغو کاروبارونو سره باید راکړه، ورکړه وکړي، چې د ده په خبره 'اقلیمي ' ثبات ته ژمن دي.
نوموړي ځوانانو ته مخامخ وینا کې وویل:
''له ټولو ځوانانو غواړم چې 'همداسې ' غوسه ناک او قهرجن پاتې شئ. ''
نوموړي د اقلیمي بدلون لړ کې مبارزه کوونکو ځوانانو ته وویل:
''خو دې غوسې څرګندولو ته یوه مناسبه لار ورکړئ. خپل قهرجن احساس کابو کړئ. د لا زیاتې لاسته راوړنې لپاره فشار لا ډېر کړئ، ځکه هدف ته د رسېدو لپاره همدا لار ده. د یوې لنډې منډې پر ځای اوږدې ځغاستې لپاره ملا وتړئ. ''










