کوپ ۲۶؛ ګریټا تونبرګ د ځوانانو احتجاجي لاریون کې د ملګرو ملتونو غونډه یوه 'ناکامي' وبلله

د عکس سرچینه، Getty Images
د چاپېریال ساتنې ځوانې سویډنۍ فعالې ګریټا تونبرګ د اقلیمي بدلون په تړاو د ملګرو ملتونو کوپ ۲۶ غونډه یوه 'ناکامي ' بللې ده.
اغلې تونبرګ د سکاټ لنډ په ګلاسګو کې د زرګونو ځوانانو هغه لاریون ته وینا کې دا څرګندونې کړې، چې د کوپ ۲۶ غونډې پر ضد دې ښار کې یو ځای شوي دي.
اغلې تونبرګ لاریونیانو ته وینا کې د ککړو ګازونو تولید کنټرول لپاره د ''سملاسي او سختو '' اقداماتو غوښتنه وکړه.
اغلې تونبرګ په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون په هکله دغه غونډه ''په داسې حال کې چې نړۍ په لوی لاس اور اخیستی '' یوه داسې ''مېلمستیا '' وبلله چې ''د تل په څېر پکې د کاروبار خبرې کېږي. ''

د عکس سرچینه، A Media
لاریون ته د ځینې نورو هېوادونو اوسېدونکو ځوانانو هم ویناوې وکړې او په خپلو سیمو کې د اقلیمي بدلون په هکله وغږېدل.
په ویناوالو کې د یوګانډا ونیسا ناکاتې هم شامله وه، چې وايي:
''په تاریخي توګه افریقا د ککړو ګازونو په تولید کې ایله، درې سلنه ونډه لري، خو افریقایان د اقلیمي بدلون له کبله د بل هر چا پرتله ډېر اغېزمن شوي او ځورېږي. ''
د نړۍ له بېلا بېلو سیمو د راغلیو زرګونو ځوانانو دا لاریون د ګلاسګو ښار له بېلا بېلو سیمو تېر شو، د سکاټلنډ غونډو تالار څنګ ته هم ورغی چې کوپ ۲۶ غونډه پکې روانه ده او بالاخره یې ګډونوالو په جارج میدان سیمه کې له یوه چمتو شوي دریځه ګډونوالو ته ویناوې وکړې.
د دې لاریون ډېری ګډونوال د ښوونځیو زدکونکي دي، چې د جمعې پر ورځ د ښوونځي پر ځای لاریون کې د ګډون لپاره ګلاسګو ته تللي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په لندن کې چارواکو ''په داسې حال کې چې وار له مخه یې کورونا وبا پر زدکړو اغېز کړی، '' په لاریون کې د زدکونکو ګډون ''سخته زیانمنونکې '' چاره بللې.
خو په ګلاسګو کې بیا ښاري شورا او ډېری ځايي چارواکو بي بي سي ته ویلي، د اقلیمي بدلون غونډه کې به د ګډون له کبله زدکونکو ته هیڅ ډول سزا نه ورکول کېږي.
ځايي چارواکو د زدکونکو له والدینو غوښتي د امنیتي ملحوظاتو له کبله باید ښوونځي مسوولینو ته د خپلو ماشومانو غیر حاضرۍ په هکله معلومات ورکړي.









