تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له ۴۰ ډېرو هېوادونو د ډبرو سکرو نه کارولو ژمنه وکړه
د بریتانیا حکومت وايي د اقلیم د بدلون په اړه سرمشریزه کې څه باندې ۴۰ هېوادونو ژمنه کړې چې د ډبرو سکرو له کارونې به لاس اخلي.
حکومت وايي د پولنډ، ویتنام او چیلي په ګډون د ډبرو سکرو لویو کارونکو هېوادونه په دې ډله کې شامل دي.
د اقلیم د بدلون یو لوی لامل د ډبرو سکرو کارول دي.
دغه راز لسګونو سازمانونو هم په ګلاسګو کې د اقلیم د بدلون په تړاو غونډه کې ژمنه کړې چې د سکرو له کارولو به لاس اخلي.
خو د استرالیا، هندوستان، چین، او ا مریکا په ګډون په ډېره پیمانه د سکرو ځینو کارونکو هېوادونو په دې اړه ژمنه نه ده لاسلیک کړې چې له یوې مخې به د سکرو له کارولو لاس اخلي.
د ډبرو سکرو د نه کارولو پر ژمنې لاسلیک په دې مانا دی چې هم به په کور دننه او هم بهر د ډبرو سکرو په وسیله د انرژۍ د تولید پر پروژو هر ډول پانګونه نه کېږي.
د بریتانیا حکومت چې په سکاټلنډ کې د دې سرمشریزې کوربتوب کوي وايي هېوادونه سلا شوي چې بډایه هېوادونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه د ډبرو سکرو په وسیله د انرژۍ له تولید نه لاس اخلي او بې وزلي هېوادونه به تر ۲۰۴۰ کال پورې.
د بریتانیا د سوداګرۍ او انرژۍ وزیر کواسي کوارټینګ وویل ''د ډبرو سکرو کارولو ته د پای ټکی ایښودل اوس په سترګو ښکاري، نړۍ سم لوري ته روانه ده، د ډبرو سکرو برخلیک مهر کولو او داسې راتلونکې ته چمتو ده چې له پاکۍ انرژۍ نه به اقتصادي او چاپیریالي ګټې ولري. ''
څه باندې ۴۰ هېوادونو په دې اړه ژمنه لاسلیک کړې ده.
بریتانیا وايي پولنډ، ویتنام او چیلي د هغو ۱۸ هېوادونو په ډله کې شامل دي چې په لومړي ځل یې ژمنه وکړه چې د ډبرو سکرو له کارولو به لاس اخلي او په دې برخه کې به پانګونه نه کوي.
تر دې وړاندې امريکا او اروپايي ټولنې تر ۲۰۳۰ کال پورې د شین کوريزو ګازونو یا ميتان د کچې کمولو لپاره نړيواله ملګرتيا اعلان کړه.
ميتان يو له خورا پیاوړی ګاز دی چې د تودوخې کچې د زياتېدو سبب کېږي.
ملګري ملتونه وايي د ميتان د اخراج کمول به په لنډه موده کې د اقليم د بدلون په مخنيوي کې مهم رول ولوبوي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه چې د ميتان د کمولو ژمنه يې لاسليک کړه او ویې ویل چې هېواد به يې د ميتان کچې کمولو لپاره له ټولو اړينو چارو کار واخلي او هر هېواد سره به په ګډه کار وکړي.
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو هم ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د تېلو او ګازو له صنعته ميتان ۷۵ سلنه کم کړي.
د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د سي او پي - ۲۶ غونډې ترڅ کې د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو دغه راز ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ځنګلونو وهلو لړۍ پای ته رسوي او دا لړۍ به برعکس ګرځوي.
برازیل چې د امازون ځنګلونو ځینې برخې پکې وهل شوې دي هم په دې ډله هېوادونو کې شامل دی.
په شویو ژمنو کې ۱۹ اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګونه هم شامله ده چې حکومتونه او خصوصي سکتور به یې کوي.
ماهرینو د دې نوې ژمنې هرکلی کړی، خو وايي، په ۲۰۱۴ کال کې د ځنګلونو وهلو لړۍ سوکه کولو په هکله یوه هوکړه شوې وه، چې په ''بشپړه توګه ناکامه شوې'' او نوي ژمنې باید عملي شي.
خو د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې د غونډې کوربتوب کوي وايي، د نورکله برعکس ''ټولټال ۱۱۰ مشرانو دا تاریخي ژمنې کړې دي.