بایډن د اقلیمي بدلون غونډه کې د ګډون نه کولو له کبله د چین او روسیې پر مشرانو نیوکه کړې

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اقلیمي بدلون په کوپ - ۲۶ غونډه کې د ګډون نه کولو له کبله پر چینايي او روسي مشرانو نیوکه کړې.

ښاغلي بایډن د سې شنبې پر شپه یوه وینا کې وویل، اقلیمي بدلون یوه ''خورا ستره '' موضوع وه، خو ''چین ترې تېر شو '' او په وینا یې ''کټ مټ حالت د روسیې او پوتین هم و. ''

د بریتانیا ګلاسګو دې نړیواله غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د چین ولسمشر شي ژین پنګ حضوري ګډون نه دی کړی.

خو دواړو هېوادونو دې غونډې ته پلاوي استولي دي چې د نومبر تر ۱۴ مې به دوام وکړي.

ولسمشر بایډن په یاده غونډه کې په حضوري ډول د چین ولسمشر شي ژین پنګ نه ګډون د هغه ''لویه تېروتنه '' وبلله. ښاغلي بایډن په ورته مهال د روسیې په هکله وویل، چې د روسیه کې د ده په وینا ''طبیعت سوځي ''، خو ولسمشر یې پر دې موضوع ''شونډې ګنډلې دي. ''

بل لور د ولسمشر بایډن له وینا مخکې کوب - ۲۶ غونډې کې د ځنګلونو پر موضوع وینا کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي، هېواد یې د ځنګلونو خوندیتوب ته ژمن دی.

د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر پوتین له قوله ویل شوي، ''روسیه د ځنګلونو خوندیتابه لپاره پیاوړي او کوټلي اقدامات کوی. ''

د یادونې ده چې اکتوبر کې د دې غونډې له اعلان سره سم د ښاغلي پوتین ویاند دیمتري پیسکوف دغه غونډه مهمه وبلله، خو د ولسمشر پوتین ګډون نه کولو په هکله یې هیڅ دلیل بیان نه کړ.

په همدې میاشت کې بیا د کوپ - ۲۶ کوربه هېواد بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ته وویل شول چې په غونډه کې د چین ولسمشر د ګډون تمه نه کېږي. داسې باور کېږي چې ولسمشر شي د ۲۰۲۰ کال له پيله راهیسې له هېواده نه دی وتلی.

چین په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ ګاز تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی، چې ورپسې امریکا متحده ایالتونو دي او روسیه بیا اروپايي ټولنې او هند وروسته دې لیست کې پنځم ځای لري.

د سکاټلنډ تر ټولو لوی ښار ګلاسګو دې غونډه کې د ۱۲۰ هېوادونو مشرانو ګډون کړی.

په دې غونډه کې تر اوسه د میتان ګاز کمولو او دغه راز د ځنګلونو وهلو مخنیوي ژمنې شوې دي او چین او روسیه دواړه د هغو هېوادونو لیست کې شامل دي، چې د ځنګلونو وهلو مخنیوي ژمنه یې لاسلیک کړې.