کوپ ۲۶؛ ګوتريش: موږ خپل قبرونه په خپله کيندو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريش د نړيوالې تودوخې په اړه په يوه خورا توند خبرداري کې وويل، انسانان د اقليمي بدلون له امله "خپل قبرونه په خپله کيندي".

ښاغلي ګوتريش د نړۍ د ۱۲۰ هېوادونو د مشرانو ناستې کوپ ۲۶ رسمي پرانيستې ته وويل، فوسيلي سون توکو خلک پر ګړنګ درولي دي.

دی وايي "موږ له يوه سخت انتخاب سره مخ يو، يا به يې موږ درو او يا به موږ دروي. اوس د دې وخت را رسېدلی چې موږ ووايو نور بس دي. په کاربن د خپل ځان وژل بس دي، له طبيعت سره د تشناب په څېر کړنه بس ده، سوځول، کيندنې او ايستل هرڅه نور بس دي".

په دې کنفرانس کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي اعلان وکړ چې هند به تر ۲۰۷۰ کال پورې اتموسفير ته د غازنو د توليد کچه صفر ته راټيټه کړي. خو د کوپ ۲۶ سرمشريزې مهمه موخه دا ده چې تر ۲۰۵۰ کال پورې دې هدف ته ورسېږي.

دا لومړی ځل دی چې هند دغه ډول ژمنه کوي.

د سي او پي - ۲۶ په نامه د دې غونډې کوربه د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن دی چې وايي ''نړۍ نیمې شپې ته په یوه دقیقه واټن کې ده. ''

پر چین، هند او برازیل غوندې هېوادونو د ځنګلونو وهلو مخنیوي او ډبرو سکرو کاروولو لړ کې فشارونه په ډېرېدو دي.

د دې هڅو هدف دا دی چې د تودوخې زیاتېدو کچه تر یو اعشاریه پنځه سانتي ګرادو پورې وساتل شي او په خورا ناوړه وضعیت کې هم له دوه سانتي ګراده پورته نه شي، خو ماهرین وايي اوسني وضعیت کې دا کچه دوه اعشاریه اووه درجو ته رسېږي چې ملګري ملتونه یې پایله 'اقلیمي غمیزه ' بولي.

په ژورو ساحلي سیمو کې پراته هېوادونه خبرداری ورکوي چې دوی له ټولو ډېر خطرناک وضعیت ته نژدې دي او له بوږنونکي حالت اغېز سره مخامخ دي.

په پام کې ده، نننۍ غونډه کې به نړیوال مشران د اقلیمي بدلون بحران مخنیوي لړ کې د خپلو هېوادونو د پلانونو په هکله وغږیږي.

جي - ۲۰ سرمشریزه کې مشخصې ژمنې نه دي شوې

له دې مخکې پرون د ایټالیا په روم کې د جي - ۲۰ هېوادونو غونډه پای ته ورسېده، چې ګډونوالو یې د ځمکې تودوخې مخنیوي لپاره د 'ګټورو او مانا لرونکو ' هڅو پر دوام توافق وکړ.

خو په پرونۍ غونډه کې هم له دې عمومي توافق پرته د تودوخې مخنیوي په هکله مشخصې ژمنې نه دي شوې، چې له کبله یې د چاپېریال ساتنې فعالانو اندېښنه څرګنده کړې.

د یادونې ده چې د هغې غونډې کوربه هېواد ایټالیا چارواکي هیله من وو، چې جي - ۲۰ سرمشریزه غونډه کې به د ملګرو ملتونو اقلیمي بدلون له غونډې مخکې مشخصو هدفونو ته د رسېدو لپاره ژمنې وشي.

بل لور د جي - ۲۰ له دوې ورځنۍ سر مشریزې غونډې مخکې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن خبرداری ورکړی و، که اړین اقدامات و نه شي، ''زموږ نسل به شاتګ ته اړ شي '' او راتلونکو نسلونو ته به داسې (چاپېریال) پرېږدي، چې ژوند کول به زموږ پرتله پکې ډېر د نه زغمولو وړ وي. ''

د ګلاسګو غونډې کوربه بوریس جانسن وايي، '' په تدریجي د یو شمېر نړیوالو مشرانو بې عمله ژمنې برالا کېږي. ''

د نوموړي په خبره د دې ژمنو حیثیت په سمندر کې له یو شمېر څاڅکو زیات نه دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، په جي - ۲۰ غونډه کې یې یو شمېر رغنده لیدنې درلودې او هیله من دی، چې ګلاسګو غونډه کې به هم دا ډول لیدنې دوام وکړي.

ښاغلي بایډن په ورته مهال ویلي، چین او روسیه چې تر ټولو ډېر د هوا ککړتیا لامل هېوادونه دي، '' عملاً په غونډه کې شریک نه شول او دا د خواشینۍ خبره ده. ''