تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاپ ۲۶: امریکا او اروپايي ټولنې د ميتان کمولو ژمنه وکړه
امريکا او اروپايي ټولنې تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې د شنو کوريزو ګازونو ميتان د کچې کمولو لپاره نړيواله ملګرتيا اعلان کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې اروسولا وان ډير لاين او د امریکا ولسمشر جو بايډن د سې شنبې پر ورځ د کاپ ۲۶ سرمشريزې پر مهال دغه اعلان وکړ.
ميتان يو له خورا قوي شين کوريزو غازونو څخه دی چې د تودوخې کچې د زياتېدو سبب کېږي. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو چې د ميتان د اخراج کمول به په لنډه موده کې د اقليم د بدلون په مخنيوي کې مهم رول ولوبوي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د ميتان د کمولو ژمنه يې لاسليک کړه. نوموړي وويل چې هېواد به يې د ميتان کچې کمولو لپاره له ټولو اړينو چارو کار واخلي.
نوموړي وويل، "دا یوازې تر دې محدوده نه ده چې موږ د چاپېریال راتلونکی خوندي کوو، دا موږ ټولو ته یو لوی فرصت دی چې کاري زمینې برابرې کړو او د خپلو اقتصادونو د رغولو لپاره اقلیمي اهداف وټاکو. امریکا لیواله ده چې له تاسو هر یو سره کار وکړي او هدف ته ځان ورسوي. موږ دغه راز نور هېوادونه هم هڅوو چې له موږ سره یوځای شي او د میتان ګاز کم کړي".
په عيني وخت کې د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو هم ژمنيتا وښوده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د تېلو او ګازو صنعت څخه د ميتان ايستل ۷۵ سلنه کم کړي
کاپ ۲۶: د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو تر ۲۰۳۰ پورې د ځنګلونو وهلو مخینوي ژمنه وکړه
د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د سي او پي - ۲۶ غونډې ترڅ کې د نړۍ له ۱۰۰ ډېرو مشرانو ژمنه کړې، تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ځنګلونو وهلو لړۍ پای ته رسوي او دا لړۍ به برعکس ګرځوي.
برازیل پر دې هوکړه لاسلیک کوونکو هېوادونو کې شامل دی، چې د امازون ځنګلونو ځینې برخې پکې وهل شوې دي.
په ژمنو کې ۱۹ اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګونه هم شامله ده چې حکومتونه او خصوصي سکتور به یې کوي.
ماهرینو د دې نوې ژمنې هرکلی کړی، خو وايي، په ۲۰۱۴ کال کې د ځنګلونو وهلو لړۍ سوکه کولو په هکله یوه هوکړه شوې وه، چې په ''بشپړه توګه ناکامه شوې '' او نوي ژمنې باید عملي شي.
د ونو پرې کېدل د ځمکې په تودوخه کې لوی رول لري، ځکه ونې د تودوخې لوی لامل ګاز سي او ۲ په پراخه کچه جذبوي.
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې په ګلاسګو کې د دې غونډې کوربتوب کوي وايي، د نورکله برعکس ''ټولټال ۱۱۰ مشرانو دا تاریخي ژمنه کړې. ''
نوموړي زیاته کړه، ''موږ باید د خپلو ځنګلونو د ویجاړوونکي له منځته تلو مخه ونیسو، د طبیعت فتح کولو په توګه د انسانانو رول ختم کړو او پر ځای یې د طبیعت خادمان شو. ''
دغه دوې اونۍ غونډه د اقلیمي بدلون کنټرولولو لړ کې خورا مهمه بلل کېږي.
کاناډا، برازیل، روسیه، چینؤ اندونیزیا، کانګو دیموکراتیک جمهوریت او امریکا د هغو هېوادونو له ډلې دي، چې دا ژمنه یې کړې او د نړۍ ځنګلونو ۸۵ سلنه په همدې هېوادونو کې موقعیت لري.
د پانګونې لړ کې به له پرمختلونکو هېوادونو سره د مخروبه شویو ځمکو په بیا رغاونه او طبیعت ساتنه کې د مرستې لپاره کار واخیستل شي.
دغه راز ۲۸ هېوادونو ژمنه کړې، چې د ځنګلونو وهل به د پام تېلو، سویا او کوکوا په څېر د خوراکي توکو لړ کې له نړیوالې سوداګرۍ لیستونو وباسي.