کورونا وبا او اقلیمي بدلون د جي - ۲۰ سرمشریزې د اجنډا د سر موضوعات دي

اقلیمي بدلون او کورونا هغه موضوعات دي چې په ایټالیا کې د جي - ۲۰ هېوادونو سرمشریزې غونډې د اجنډا په سر کې به پرې خبرې کېږي.

د چین له ولسمشر شي جین پینګ او روسي ولسمشر ولادیمیر پویتن پرته چې دې غونډې ته به انلاین وینا وکړي، د کورونا وبا خپرېدو له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د جي - ۲۰ هېوادونو مشران په یوه غونډه کې مخامخ سره ویني.

دا غونډه داسې حال کې تر سره کېږي، چې د شین کوریزو ګازونو نه کمېدو په صورت کې د خورا ناوړه پایلو خبرداری بیا بیا تکراریږي.

د جي - ۲۰ ټولنه چې د ۱۹ هېوادونو او اروپايي ټولنې له ډلې جوړه ده، په نړۍ کې د شین کوریزو ګازونو ۸۰ سلنې تولید لامل بلل کېږي.

د جي - ۲۰ له دوې ورځنۍ سر مشریزې غونډې مخکې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن خبرداری ورکړ، که اړین اقدامات و نه شي، ''زموږ نسل به شاتګ ته اړ شي '' او راتلونکو نسلونو ته به داسې (چاپېریال) پرېږدي، چې ژوند کول به زموږ پرتله پکې ډېر د نه زغمولو وړ وي. ''

دا په داسې حال کې ده چې نوموړی مني چې نه خو په جي - ۲۰ غونډه کې او نه هم په سي او پي ۲۶ غونډه کې چې پر دوشنبه ګلاسګو کې پیلېږي، د نړیوالې تودوخي مخنیوی کېږي.

ښاغلی جانسن په دې هکله وايي:

''هغه څه چې موږ یې تمه کولای شو دا دي چې د زیاتوالي مخه یې ونیسو. ''

بل لور د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د جي - ۲۰ غونډې لپاره د بیانیې یوه مسوده کې تر یو اعشاریه پنځو سانتي ګرادو پورې د تودوخې درجې لوړېدو محدودولو هڅو یادونه شوې، خو دې لړ کې کومه قانوني هوکړه نه کېږي.

''ایله دوه سلنه نفوس ته کورونا ضد واکسین رسېدلی''

بل لور ته داسې حال کې چې د کورونا وېروس ضد واکسین شپږ میلیارده خوراکه په ټوله نړۍ کې تر اوسه ورکړل شوي، د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي ته چې د جي - ۲۰ سر مشریزې کوربتوب کوي، یوه لیک کې ویل شوي، د نړۍ کم عاید لرونکو هېوادونو ایله دوه سلنه نفوس ته دا واکسین رسېدلي دي.

دا لیک د نړۍ له ۱۶۰ زیاتو مخکینیو مشرانو او معتبرو شخصیتونو لاسلیک کړی.

د شنبې پر ورځ نوموړي د شتمنو او بیوزله هېوادونو د اوسېدونکو تر منځ د کورونا ضد واکسین لړ کې توپیر ' 'له اخلاقي پلوه د نه منلو وړ ''وباله.

نوموړي پر خپلو نړیوالو سیالانو غږ وکړ چې د راتلونکي کال تر نیمايي پورې د نړۍ ۷۰ سلنه نفوس واکسینولو لپاره باید ' 'هر هغه څه وکړو چې له وسه مو کېږي. ''

د رویټرز رپوټ کې دغه راز ویل شوي، بیانیه کې په غیر قانوني توګه د ځنګلونو وهلو، کان کېندنې او وحشي ژویو د سوداګرۍ مخنیوي لپاره د 'رغنده اقداماتو ' ژمنه هم شوې.

داسې تمه کېږي، چې دغه غونډه کې به له لویو نړیوالو شرکتونو د لږ تر لږه ۱۵ مالیې اخیستل هم تایید شي، چې وار له مخه یې د نړۍ ۱۵۰ هېوادونو ملاتړ کړی دی.

دغه بیانیه کې ویل شوي چې باید د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې پلي شي.