د جي ۲۰ هېوادونو مشرانو له افغانستان سره په مشروط ډول د مرستې ژمنه وکړه

د جي شل هېوادونو د غونډې کوربتوب چې د ایټاليا لومړي وزیر ماریو درګي کاوه ګډون والو په یوه خوله له افغانستان سره د مرستې ژمنه وکړه خو ځېنو په کې ټینګار کاوه چې دا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا هم نه ده.

سپینې ماڼۍ ویلي د ا مرستې به مخامخ طالبانو ته نه ورکول کېږي او د نړیوالو سازمانونو پر مټ به لګول کېږي.

ولسمشر جوبایډن غونډې ته افغانستان کې د داعش په څېر اورپکو ډلو پر اندېښنو هم وغږېد.

هغه څه چې د بريتانیا د بهرنو چارو وزیرې لیز ټرس پرې هم بحث درلود او ټینګار یې دا و چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره باید نړیوال په پام اوسي.

لیز ټرس د انساني حقونو په تړاو هم سپارښتنې درلودې او دګڼو نړیوالو سیاستوالو خبرې یې تکرار کړې چې ګواکې له طالبانو سره به چلند د هغوئ د کړو وړو له مخې وي.

د جي شل په غونډه کې د چین او روسيي ولسمشرانو ګډون نه و کړی.

د رویټرز خبري اژانس ته یوې سرچینې ویلي خبره د افغانستان په تړاو د لوېدیځو هیوادونو د چلند ده چې هر څه په بشري حقونو او ځانګړې ډول د ښځو پر ازادیو پسې تړي څه چې چین او روسیه وايي دغه هېواد کې دې هرڅه له بهرنۍ لاس وهنې په څنډه ترسره شي.

په دغه غونډه کې په ټولیز ډول د یوه میلیارد ډالرو د مرستې خبره شوې، یوازې اروپايي ټولنه به ۳۰۰ میلیونه یورو ، د بې ځایه شویو خلکو په سرپنا، بشري حقونوپه ساتنه او د واکسینو پر بهیر لګوي.

۲۵۰ میلیونه یورو به په بېړنۍ توګه لګول کېږي.

دغه ټولنې د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې د مرستو رسولو چاره کې دې په رېښتينولې لاس واړوي.

د جي شل له غونډې لږ مخکې د ملګرو ملتونو سر منشي انتوني ګوتېریش خپل غړي هیوادونه وهڅول چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

غونډه لا روانه وه چې د بښنې نړیوال سازمان پر خپل ټوېټر ولیکل افغانستان کې د یوې غمېزې او ناورین د مخنیوي لپاره دې مرستنیدویه هېوادونه ژر لاس په چاره شي.

امير خان متقي د امريکا او اروپايي ټولنې له استازو سره کتلي

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير امير خان متقي د قطر پلازمېنه دوحه کې د امريکا، اروپايي ټولنې او ځينو نورو لوېديځو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې "د افغانستان په اوسني وضعيت، له نورو هېوادونو سره په اړيکو، افغانستان کې په روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د نيمګړو پروژ بيا پيل او روانو بنديزونو خبرې شوې دي".