فېسبوک تېرو دريو میاشتو کې نهه میلیارده ډالره ګټه کړې

خواله رسنۍ فېسبوک د تمې خلاف د روان کال لومړیو دریو میاشتو موده کې په نړیواله کچه د ناوړه تورونو اړوند اسنادو افشا کېدو سره سره ښه عاید ترلاسه کړی دی.

فېسبوک شرکت د پروسږ کال همدې مودې ۷ میلیارده ډالرو پرتله سږ کال سپتمبر میاشتې پورې نهه میلیارده ډالره ګټه ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د خوندیتوب په هکله د اپل ۱۴ ای او ایس نوي نظام تجدید له کبله تر ځانګړو مخاطبینو پورې د سوداګریزو اعلانونو رسېدل ستونځمن شوي او پر فېسبوک یې هم اغېز کړی دی.

په همدې موده کې د فېسبوک یوې مخکینۍ کارکوونکې فرانسس هاګن پر دې شرکت تور پورې کړی و، چې د کارنو خوندیتوب پرتله ګټې ته ډېر اهمیت ورکوي.

په رپوټونو کې ویل شوي وو، فېسبوک مسوولین نه دي توانیدلي له امریکا بهر د جنسي قاچاق مخنیوي او دغه راز د کرکجنو څرګندونو مخنیوي کې رغنده رول ولوبوي.

د دوشنبې پر ورځ د فېسبوک اجرايي مشر مارک زوکیربرګ پانګوالو ته یوه انلاین کنفرانس کې وویل:

''موږ ولیدل چې زموږ د شرکت ناوړه تصویر ترسیم لپاره له افشا شویو اسنادو په ځانګړې توګه د ګټې اخیستو هڅه وشوه. ''

فېسبوک چارواکي وايي، د سپتمبر تر ۳۰ نېټې پورې یې په میاشتنۍ توګه د کارنو شمېر شپږ سلنه ډېر شوی او دوه اعشاریه ۹۱ میلیاردو ته رسېدلی دی.

بل لور له تازه ګټې سره سره د اپل شرکت خوندیتوب نوې پالیسۍ له کبله د فېسبوک پانګه د تمې خلاف لږ پاتې شوې.

فېسبوک وايي، د کال وروستیو دریو میاشتو کې به یې پر ډیجیټل سوداګرۍ هم دغه تجدید اغېز وکړي، خو په وینا له وخت سره سم به ځان ورسره عیار کړي.

دغه شرکت وايي، سږ کال به د شرکت په هغه څانګه کې لس میلیارده ډالره پانګونه وکړي چې فېسبوک واقعيت لابراتور نومېږي او د مجازي واقعیت اړوند محتوا، سوفټوئرونو او هارډوئرونو اړوند وسایلو ودې او پراختیا لپاره کار کوي.