تایوان وايي، دفاعي ساحې ته یې ۳۸ چینايي جنګي الوتکې ننوتې

تایوان وايي، چین یې هوايي دفاعي زون ته جې ۱۶ ډوله جیټ الوتکې استولې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تایوان وايي، چین یې هوايي دفاعي زون ته جې ۱۶ ډوله جیټ الوتکې استولې دي

تایوان وايي، د جمعې پر ورځ یې ۳۸ چینايي جنګي الوتکې هوايي دفاعي زون ته ننوتې دي. دا تر اوسه د بیجینګ تر ټولو ستره مداخله بلل کېږي.

د چارواکو په وینا دغه الوتکو کې چې په دوو جوپو کې ورغلې، داسې جیټ الوتکې هم شاملې وې، چې اتومي بمونه لېږدولای شي.

په غبرګون کې تایوانۍ الوتکې پورته شوې دي او د دغه هېواد دافع هوايي توغندیز نظام فعال شوی دی.

چین تاییوان ته د خپل یوه جلا شوي ایالت په نظر ګوري، خو تایوان به ځان خپلواک دولت بولي.

له یوه کال راهیسې تاییوان چارواکي د دې ټاپو شاوخوا هوايي دفاعي ساحه کې د چینايي هوايي ځواک پرلپسې عملیاتو شکایتونه کوي.

د شنبې پر ورځ د تایوان لومړي وزیر سو څینګ چانګ وویل:

''چین پرلپسې پوځي یرغلونه کوي او د سیمې ثبات ته زیان اړوي. ''

بل لور ته بیجینګ کې چې حکومت د خلکو جمهوریت تاسیس ۷۲ کلن مراسم لمانځي په دې هکله تر اوسه برالا څه نه دي ویل شوي.

خو له دې مخکې چینايي چارواکو ویلي، د داسې الوتنو هدف د خپلواکۍ ساتنه او د تایوان او امریکا تر منځ 'دسیسه ' په نښه کول دي.

دا هوايي دفاعي زون د هېواد له خاورې او هوايي حریم بهر هغې ساحې ته ویل کېږي، چې بهرنۍ الوتکې پکې ملي ګټو ته پام سره پېژندل کېږي، کنټرولېږي او څارل کېږي.

دا دوی پخپله اعلان کړی، خو له تخنیکي پلوه نړیوال هوايي حریم بلل کېږي.

بیجینګ معمولاً د تاییوان له لوري د څرګندونو په هکله د نارضایتي څرګندولو لپاره د دې سیمې هوايي حریم ته الوتکې استوي. تر اوسه معلومه نه ده، چې وروستۍ الوتنې ولې شوې دي.