تایوان ته د امریکايي چارواکو تللو سره د چین پوځي تمرینونه

د عکس سرچینه، Getty Images
تایوان ته د څو لوړپوړو وامریکايي چارواکو تللو سره هممهال چین وايي، "د خپل ملي حاکمیت د خوندیتوب لپاره" له تایوان تنګي سره نږدې پوځي تمرینونه یا مانورې کوي.
امریکا هڅه کوي چې له تایوان ټاپو خپل ملاتړ زیات کړي، خو چین دا ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي.
چین باوري دی چې تایوان د دغه هېواد یو بېل شوی ولایت دی.
کېت کرچ د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې وروستیو لسیزو کې تایوان ته ځي.
د چین د دفاع وزارت ویاند رن ګواکېنګ د جمعې په ورځ وروستي سفر ته له اشارې پرته تایوان او متحده ایالتونه تورن کړل چې "د خپلمنځي سازش زیاتولو سره پرېشاني زیاتوي."
رن ګواکېنګ خبریالانو ته وویل، "د چین کنټرولولو لپاره تایوان کارول یا د ځان جوړولو لپاره پر بهرنیانو باور" یوازې یو خیال دی:
"څوک چې له اور سره لوبې کوي، وبه سوځي. "

د عکس سرچینه، AFP
د دغه چینايي چارواکي په خبره، دا پوځي مانورې "د اصلي او قانوني ځمکې د یووالي او حاکمیت د خوندیتوب لپاره ضروري دي. "
ټاکلې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي چارو مرستیال د جمعې په ورځ د تایوان ولسمشر سره وویني.
که څه هم واشنګټن له تایوان سره رسمي ډيپلوماټیک اړیکي نه لري، خو له تایوان سره د اړیکو د ۱۹۷۹ کال د قانون له مخې پر دغه ټاپو وسله پلورلی او "نږدې اړیکو" ته ژمن پاتېدلی شي.









