د یونان په ځنګلونو کې له اور لګېدو وروسته زرګونه خلک له سیمې وتلي

د عکس سرچینه، AFP
د یونان په ځنګلونو کې له پراخې اور لګېدنې وروسته د پلازمېنې اتنز په شمال کې له ښارګوټو زرګونه ځايي اوسېدونکي او سیلانیان ایستل شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي چټک بادونه او ګرمه هوا د اور وژنې چاره سخته کړې ده او تر اوسه د یوه اور وژونکي په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
د اتنز ښار په څنډو کې هم ځینې خلک ځکه له کورونو ایستل شوي چې د اور لګېدنې له کبله سیمه لوګي نیولې.
د شپږ سیمو په هکله د لوړ کچ خبرداری خپور شوی او نژدې ۱۵۰ ځایه د اور لمبې لیدل شوې دي.
یونان هم د اروپا ځینې نورو هېوادونو په څېر سږ دوبی له سختې ګرم موسم سره مخامخ دی.
لومړی وزیر کیریاکاس میتسوتاکيس وايي دې اورلګېدنې ''د اقلیمي بدلون واقعیت څرګند کړ. ''
سلګونه اور وژونکي د نژدې ۲۰ داسې الوتکو په مرسته چې له هوا اوبه شیندي، د اور وژنې هڅې کوي.
له بریتانیا، امریکا او فرانسې هم د اور وژلو لپاره اضافي اور وژونکي او د اور وژنې الوتکې استول شوې دي.

د عکس سرچینه، AFP
له دې سره په ګاونډي هېواد ترکیه کې چارواکي د هېواد د تاریخ تر ټولو ناوړه اورلګېدنې په کابو کولو بوخت دي.
د ترکیې سویلي ساحلي سیمو کې د دې اورونو له کبله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او زرګونه نور له کور - کلي وتلو ته اړ شوي دي.
د جمعې پر ورځ یوه برېښناکوټ ته نژدې د اته نورو سیمو خلک هم خوندي ځایونو ته ولېږدول شول.
د اقلیمي بدلون له کبله د موسم ډېرې تودوخې احتمال زیاتېږي چې ورسره په ځنګلونو کې د اور لګېدو خطر هم ډېرېږي.
د صنعتي انقلاب له پیل راهیسې د نړۍ هوا کې د یو اعشاریه دوه درجو تودوخې ډېرېدو خبره کېږي او ماهرین اندېښنه څرګندوي چې که د نړۍ په لر او بر کې حکومتونه د شین کوریزو ګازونو کمولو لپاره اقدامات و نه کړي، د تودوخې درجه به همداسې په تدریجي ډول لوړه شي.











