د کردۍ سیاستوالې وژلو په تور امریکا د سوریې پر 'احرار الشرقیه' ډلې بندیز لګولی

هفرين خلف
د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوند دفتر ویلي، د هفرین خلف وژنه جنګي جنایت ګڼل کېږي

د امریکا متحدو ایالتونو د سولې پر "احرار الشرقیه" نومې ډلې بندیزونه لګولي او دا ډله یې د کردۍ سیاستوالۍ هفرین خلف په وژنه تورنه کړې ده.

د امریکا په دې بندیزونو کې چې د چارشنبې په ورځ اعلان شول، په سوریه کې دوه کسان د سخت دریځو په مالي ملاتړ هم تورن شوي، چې یو یې ترکیه کې اوسېږي.‌ همداشان د بشارالاسد د نظام اړوندو زندانونو پنځه چارواکي هم د بندیانو په ربړولو تورن شوي دي.

باور کېږي چې د "احرارالشرقیه" ډلې جنګیالیو دوه کاله مخکې هغه مهال هفرین ووژله، چې دوی له ترکي ځواکونو سره- چې د سوریې پولې ته نژدې شوي وو همکاري کوله.

د عیني شاهدانو په وینا، وسله والو د هفرین د موټر مخه ونیوله، هغه یې ترې په زور ترې رایستلې او په مرمیو یې ویشتلې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند د بشر حقونو دفتر د ۳۵ کلنې کردۍ سیاستوالې هفرین اعدامېدل "احتمالي جنګي جنایت" بللی دی.

"احرار الشرقیه" ډله ډېره مشهوره نه ده، خو د ۲۰۱۹ کال اکتوبر کې د سوریې شمال ختیځ کې د ترکیې د مداخلې له پیلېدو سره د ترکيیې او د امریکا د ولسمشرانو رجب طیب اردوغان او ډونلډ ټرمپ تر تیلیفوني خبرو وروسته راپورته شوه.

امریکا دغه ډله د هغه زندان په اداره کولو تورنوي چې حلب ښار ته څېرمه پکې سلګونه کسان اعدام شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، له احرار الشرقیه ډلې سره - چې له ۲۰۱۸ راهیسې یې پخپل زندان کې سلګونه کسان وژلي - له د امریکا پر هر ډول معاملې بندیز لګول شوی.

syria

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې ترکیه د سوریې شمال ختیځ ته ننوتله، د احرارالشرقیة په ګډون یې ځینو وسله والو ډلو ملاتړ وکړ

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې ایمي کترونا ویلي: "باید زموږ نننۍ پرېکړه دا یادونه وي چې امریکا له خپلو ټولو ډیپلوماتیکو لارو د هغو کسانو د پوښتنو ګروېږنو لپاره خپله ژمنتیا ښيي چې سرغړونې یې کړې او د سوري ولس پرضد یې فعالیتونه کړي".

هغې خبریالانو ته وویل:‌ "دا پرېکړې په داسې وخت کې شوې چې موږ د سوریې په شمال ختیځ کې د تاوتریخوال‍ي د ډېرېدو شاهدان یو. امریکا په سوریه کې د سملاس‍ي اوربند او تاوتریخوالي بندېدو غوښتنه کوي".

د امریکا د خزانې وزارت وايي، د بشار الاسد نظام کې د زندانونو پنځه چارواکي هم پر بشري سرغړونو تورن دي، په زندانون وکې یې ۱۴ کسان ان تر مرګه ربړولي دي.

همداشان، د حسن الشعبان په نامه یو کس هم - چې اوس ترکیه کې اوسېږي، القاعدې شبکې ته د پیسو پر راغونډولو تورن دی، فارخ فورکاتوویچ وایزیماتوف بیا احرار الشرقیه ډلې ته د پیسو په برابرولو تورن شوی دی.

څارونکي د امریکا او ترکیې اړیکي د ترینګلتیا لوري ته تلونکي ګڼي، په داسې حال کې چې په سوریه کې د ترکیې د مداخلې پرمهال ټرمپ د اردوغان ملاتړ وکړ، خو د جو بایډن اداره په ډېرو مواردو کې - لکه قبرس، د انقرې د دریځ مخالفت کوي، خو د افغانستان د مسلې په څېر ګڼو نورو موضوعاتو کې بیا د ترکیې د دریځ ملا تړي.