پر ترکیې د امریکا بندیزونه
امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا خبردارۍ ورکړی چې د ترکيي اقتصاد به له منځه وړي، خو پر ترکيې لګول شوي بندیزونه هغومره درانه نه دي چې تمه یې کېده. همدا لامل شو چې د ترکی لیرې بیه هم لږ راپورته شي. بندیزونه پر دوو وزارتونو ، دریو دولتي چارواکو او د ترکېې د پولادو پر صادراتو لګېدلي دي.