تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا کې سېلابونه؛ لږ تر لږه ۱۸۸ کسان مړه شوي او ګڼ نور تري تم دي
په اروپا کې سېلابونو پراخه ویجاړي او مرګ ژوبله رامنځ ته کړې چې تر اوسه د ۱۸۸ کسانو مړینه تایید شوې، تر زرو ډېر کسان تري تم دي او پوهان د سېلابونو راوتل له اقلیمي بدلون سره تړلې چاره بولي.
د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا مېرکل چې د دغه هېواد لوېديځ کې زيانمنې سيمې ته ورغلې د بېړنۍ ژغورنې له ډلو سره کتلي او د اوښتي ځاني او مالي زيان له امله خواشيني څرګنده کړې ده.
د لوېدیځې اروپا دې سېلابونو لویه څپه د جرمني په لوېدیځ کې راغلې ده.
دا سېلابونه تر ډېره جرمني او بلجیم کې تر ډېرو او کمسارو بارانونو ورېدو وروسته راوتلي.
لوګسمبرګ او هالنډ هم دې سېلابونو سخت ځپلي دي.
پوهان وايي، د ځمکې د کرې تودېدل د ډېرو بارانونو ورېدو احتمال ډېروي. د صنعتي پېر له پیل راهیسې په نړیواله کچه د ځمکې د تودوخې درجه ۱٫۲ سلنه لوړه شوې ده.
د جرمني سېلابونه
د جمعې په ورځ خرابې هوا د ژغورنډلې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي وو.
هلته د ټیلیفون اسانتیاوې هم نشته او لارې تر ډېره زیانمنې شوې او د شاوخوا ۱۰۰ زره کورنیو برېښنا پرچاو شوې ده.
تر ډېره بارانونو شمالي الراین ویسټفالیا او سارلنډ سیمې زیانمنې کړې دي.
اوس د سېلابونو له کبله د رامنځ ته شوې ویجاړۍ پاکولو چارې روانې دي.
په بلجیم او هالنډ کې چارواکي سېلاب ځپلو سیمو ته ورغلي.
بلجیمي چارواکي وايي، په دې هېواد کې لږترلږه سېلابونو ۲۰ کسان وژلي چې د هېواد تاریخ کې دا یوه لویه غمیزه ده.
له فرانسې، ایټالیا او اتریش نه لیج ښار ته ژغورنډلې استول شوې دي، هلته وګړي له زیانمنو شویو سیمو راوباسي.
په دې لړ کې د هالنډ له لمبورګ سیمې زرګونه کورنۍ وتلې دي.
د پوهانو نظر
په بي بي سي کې د چاپېریالي چارو شنونکی رجر هاربین وايي، پوهان له څو کلونو راهیسې وړاندوېینه کوي چې د انساني کړنو له کبله به د اقلیمي بدلون په لړ کې بارانونه ډېر او د اوړي د تودوخې درجه به لوړه شي.
په ریډنګ پوهنتون کې د هیډرولوجۍ استاده هانا کلاک وايي: "په اروپا کې وروستي سېلابونه او بارانونه هغه څه دي چې مخکې یې مخنیوی کېدلی شوای".
دا وايي، د ځمکې نیمه بله شمالي برخه اوسمهال د کمسارې تودوخې او سوځېدو شاهده ده، دا زموږ لپاره سور څراغ دی چې نړۍ د تودوخې خوا ته روانه ده.
هاربین زیاتوي، پوهان وايي چې حکومتونه باید د هغه کاربون اوکسایډ ګاز کچه راټیټه کړي چې دا ډول ناوړه پېښې ورسره رامنځ ته کېږي او تر دې له لا ډېر اقلیمي بدلون مخامخېدو خطر ته ځانونه چمتو کړي.
اقلیمي بدلون څنګه د سېلابونو لامل کېږي؟
- د تودوخې د درجې لوړېدل د اوبو د بخار ډېرېدو لامل ګرځي، دا چاره په پای کې د ډېرو بارانونو ورېدو لامل کېږي.
- په ورته وخت کې، د ځمکې د سطحې په تودېدو د رطوبت درجه نوره هم لوړېږي او بارانونه ورسره زیاتېږي.
- ددې پرځای چې بوټي په اسانۍ اوبه کړل شي، دا بارانونه د سېلابونو راوتلو لامل ګرځي، لکه اوس یې چې په شمالي اروپا کې شاهدان یو.