افغانستان کې سېلابونه؛ ۱۵۱ کسان ووژل او تر ۲۰۰ ټپیان شول

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو وزات وايي، د چارشنبې له شپې راهیسې د دغه هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښت او سېلاب له امله ۱۵۱ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ټپیان دي.

د دې وزارت د پالیسي او انسجام معین محمد قاسم حیدري د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ورښت او سېلاب له امله په پروان کې نږدې ۱۰۰، د کابل سروبي کې ۱۹، پکتیا کې یو، ننګرهار کې ۲، پنجشېر کې ۳، میدان وردګ کې ۷ او کاپیسا کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

تېرو دوو ورځو کې دا ورښت تر ډېره په پروان، کابل، کاپیسا، میدان وردک، پنجشیر، ننگرهار، لوگر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان او خوست کې شوی دی، خو چارواکي وايي، مرګ ژوبله یې یوازې شپږو ولایتونو کې اړولې ده.

چارواکي دا هم وايي، چې د مرګ ژوبلې دا لومړنۍ شمېرې دي او امکان شته چې سړي سر زیان ډېر شي.

مالي زیان

ورښت پر ځاني زیان سربېره دغو ولایتونو کې ډېر مالي تاوان هم اړولی دی.

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، د سېلابونو له امله نږدې ۱۵ سوه کورونه او ۲۳ دوکانونه ویجاړ شوي او ۶۰۰ څاروي له منځه تللي او ۱۱۵۰ جریبه ځمکه هم خرابه شوې ده.

د دې ورښت له امله د کابل- جلال اباد او کابل- ګردېز لار هم مختلفو ځایونو کې د ډبرو ښوویېدو او سېلاب راوتو له امله ویجاړه شوې او ترافیک له ستونزو سره مخ دي.

چارواکي وايي، د راتلونکې اونۍ تر نیمايي په ۱۳ ولایتونو کې د سخت ورښت امکان شته.

له سېلاب ځپلو سره مرستې

د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي، دا مهال په اړوند ولایتونو کې سېلاب ځپلو ته مرستې رسوي.

د هغه په خبره، له ټپیانو او د قربانیانو کورنیو سره نغده مرسته روانه ده.

نوموړی وايي، تراوسه یې پروان کې پنځو زرو کورنیو سره د خوړو او لومړنیو توکو مرسته کړې ده.