تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تصویرونو البوم: افغانستان کې خونړي سېلابونه
د افغانستان په پروان ولایت کې له ګڼ باران وروسته راوتلي سېلاب لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي دي او لګشونه نور ټپیان دي.
سېلاب چاریکار ښار ته ګهیځ وختي داسې مهال رسېدلی چې ځايي خلک ویده وو. ولایتي ویانده وحیده شاکار وايي، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي. د وژل شویو او ټپیانو شمېر ډېرېدو وېره هم څرګندیږي.
د پروان والي فضل الدین عیار وايي: ''کېدای شي سلګونه خلک وژل شوي وي. ''د چهارشنبې پر ورځ له چاریکارو خپاره شوي تصویرونه ښيي چې لارې کوڅې له خټو او خاورو ډکې دي او مرستندویان د ورانو ویجاړو ودانیو په خاورو، خځلو کې د پاتې کسانو لټون کوي.
یوه ځايي اوسېدونکي عبدالماجد له ځايي ټلویزیون طلوع سره خبرو کې وویل: ''زموږ په ګاونډ کې د دوو کورنیو کسان اوس تر خاورو لاندې دي او نورو مرستندویانو ته اړتیا لرو. ''
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د سملاسي بېړنیو مرستو رسولو امر کړی دی.
د افغانستان په شمال او ختيځ کې د دوبي له ګڼو بارانونو وروسته ځینې وخت سېلابونه راوځي. همدا روانه میاشت د ننګرهار په یوه کلي کې له سېلاب له کبله ۱۶ کسان ووژل شول چې ډېری یې ماشومان ول.
د ټولو تصویرونو حقوق خوندي دي.