باران کې سلفي: هند کې تندر پرېوتو ۱۶ کسان ووژل

د هند د شمالي ایالت راجستان په مرکز جیپور ښار کې د تندر پرېوتو له کبله ۱۶ تنه مړه او ګڼ نور ټپي شوي دي.

د رپوټونو له مخې دغو کسانو باران کې د ۱۲مې پېړۍ د یوې شاهي ماڼۍ 'امیر کلا' د څارڅلي پر سر سلفي عکسونه اخیستل چې تندر پرې پرېوت.

امیر کلا چې جیپور امیر ښار کې د یوې تپې پر سر جوړه شوې، مشهور سیاحتي ځای بلل کېږي.

د پولیسو یوه افسر رسنیو ته ویلي، دا څارڅلی د ماڼۍ مشهوره برخه ده.

هغه د پېښې ډېر قربانیان تنکي ځوانان بللي دي.

ویل شوي چې د پېښې پر مهال شاوخوا ۲۷ کسان پر څلي او ورڅېرمه دیوال ولاړ او ځینو ځانونه لاندې غورځولي دي.

له ۲۰۰۴ کال راهیسې هند کې په منځنۍ کچه تندر هر کال ۲۰۰۰ کسان وژني.

ځايي رسنۍ وايي یوازې پر همدې ورځ (یکشنبه) د راجستان ایالت نورو برخو کې هم ۹ کسان تندر پرېوتو وژلي دي.

د راجستان اعلی وزیر 'اشوک ګېهلوټ' د هر قرباني له کورنۍ سره د ۶۷۰۰ ډالرو په ارزښت نغدي مرسته اعلان کړې ده.

هند کې دمګړۍ د ورښت مونسون موسم دی. دغه فصل له جون تر سپتمبر دوام کوي.

د هند هواپوهنې اداره وايي له ۱۹۶۰مې لسیزې راهیسې دغه هېواد کې د تندر پرېوتو له کبله مړینې دوه برابره شوې دي.

دوی د دې یو عمده لامل اقلیمي بدلون بولي.

رسمي ارقام ښيي چې د ۱۹۹۰یمې لسیزې له نیمايي راهیسې هند کې د تندر پرېوتو پېښې هم له ۳۰ تر ۴۰ سلنه ډېرې شوې.

په ۲۰۱۸ کال د هند سویلي اندرا پرادېش ایالت کې یوازې یوه ورځ ۱۳ ساعتونو کې د ۳۶ زره ۷۴۹ تندرونو پرېوتل ثبت شوي وو.

هندې چارواکو ویلي د تندر پرېوتل هغو سیمو کې عام دي چې ونې پکې کمې وي.

دوی زیاتوي د ونو کمی د دې لامل کېږي چې خلک ډېر د تندر له خطر سره مخامخ شي.

له تندر د خوندیتوب لارښونې

  • ودانۍ یا لږ تر لږه موټر کې پناه واخلئ
  • پراخې او پرانیستې فضا او دغه راز د غونډیو له سر ځان وباسئ
  • که نږدې کومه سرپنا نه وي، نو پښې سره نږدې کړئ، دواړه لاسونه پر زنګنو کېږدئ او سر پکې پناه کړئ. (ځان د امکان تر حده کوچنی هدف وګرځوئ.)
  • تر لوړو او یوازې ولاړو ونو لاندې پناه مه اخلئ.
  • که په اوبو (سیند یا سمندر) کې یاست، هر څه ژر ځان کڅ ته ورسوئ.