تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۱۳ ساعته کې ۳۶ زره ځله د اسماني برېښنا څړیکې
د هند سویلي اندرا پردېش کې یوازې ۱۳ ساعتونو کې څه باندې ۳۶ زره ځله وریځو کې برېښنايي څړیکې لیدل شوې دي.
د بېړنیز حالت پر مهال د مرستو ځايي اداره وايي، دومره لږ وخت کې د اسماني برېښنا دومره ډېر پړقېدل د غیر عادي موسمي حالت له کبله دي. له پنجشنبې راهیسې دغه ایالت کې د تندر غورځېدو له کبله د یوې نهه کلنې ماشومې په ګډون نهه کسان وژل شوي دي.
د پشه کال موسم کې هند کې د اسماني برېښنا پړقېدل او تندر معمول بلل کېږي.
د بېړنیزو مرستو ادارې مشر کېشان سانکو بي بي سي ته وویل، په دغه یوه سیمه کې د پشه کال له بارانونو مخکې د تندر پېښې معمولاً ډېرېږي.
د پنجشنبې ورځې تالنده او برېښنا ځکه له معموله ډېره بلل کېږي، چې پروسږ کال دغه ډول ټول موسم کې ایله ۳۰ زره ځله برېښنا پړقېدلې وه.
د هوا پېژندنې یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې نړیواله تودوخه به د تندر پېښو لا ډېروالي لامل شي. د اندراپردېش شمالي ساحلي سیمو کې خورا ګڼ بارانونه کېږي.
ښاغلی سانکو وايي، که څه هم سیمه کې له پشه کال مخکې تندر او برېښنا معمول دی، خو په وینا یې سږ کال له عرب سمندره الوتي یخ بادونه له شمالي هنده راغلیو نسبتاً تودو وریځو سره یو ځای کېږي، چې له کبله یې ډېرې وریځې رامنځته شوې دي.