تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولنډ کې تندر څلور کسان وژلي او ۱۰۰ ټپیان دي
د پولنډ لومړي وزیر متیوسز موراویسکي ویلي، په دې هېواد کې تندر لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړې دي.
تندر د تاترا په نوم لوړو څوکو کې د غر ختوونکو پر یوې ډلې غورځېدلی چې د هېواد په سویل کې موقعیت لري.
پنځم کس په ګاونډي هېواد سلواکیا کې وژل شوی دی. ویل کیږي د قربانیانو په ډله کې یو ماشوم هم شامل دی.
تندر سهار داسې مهال غورځیدلی چې اسمان شین و.
لومړي وزیر ویلي: "هېچا تمه نه کوله چې داسې څه به پېښېږي، خو زموږ له نظره داسې پېښه ده چې اټکل یې ناممکن و."
د غره په بېلو برخو کې د تلفاتو خبره شوې ده. څلور د ژغورنې الوتکې سیمې ته استول شوې دي.
پېښه تېره ورځ ناوخته د (Giewont) په نوم د غرونو په څوکه شوې چې نژدې دوه زره متره لوړوالی لري، چیرې چې وسپنه هم شته.
تندر هغه مهال غورځېدلی چې غر ختوونکي د یوې وسپنې خواته د غره په څوکه کې روان و.
سیمه کې د غره یوه اوسېدونکي داسې ویډیو خپره کړې چې پړکه (برېښنا) پکې کیږي.