د اسټرالیا زندان کې موږکان؛ زرګونه بندیان نورو زندانونو ته لېږدول کېږي
د اسټرالیا له یوه زندانه چارواکي د موږکانو له کبله د زرګونو بندیانو لېږدولو ته اړ شوي دي.
په پام کې ده چې د نیو ساوټ وېلز په ویلنګټن کې له تادیبي زندان تر ۴۰۰ ډېر بندیان او ۲۰۰ کارکوونکي په راتلونکو دوو اونیو کې بل ځای ته ولېږدول شي.
موږکان د زندان د ودانیو په بنسټونو کې د پراخې ویجاړۍ او ورانۍ لامل شوي، تر ځمکې لاندې مزي او د چتونو دړې یې خوړلې دي. نیو ساوت وېلز ولایت له لسیزو راهیسې له ډېرو موږکانو کړېږي.
سږ کال د اسټرالیا په سوېل ختیځو سیمو کې د غلو دانو له ډېروالي سره مضرې حشرې هم ډېرې شوې دي چې د کرونګرو لپاره یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د ساوت وېلز ولایت د زندان چارواکو ویلي په زندان کې به د بیا رغونې چارې تر څلورو میاشتو روانې وي، زندان به پاک کړل شي او په راتلونکي کې به د موږکانو د ورتګ مخه ونیول شي.
د دې ولایت د سمون چارو د ادارې مسئول پیټر سیفرین ویلي: "موږکانو پر زندان چپاو وروړی او غوره دا ده چې د دوی د ویجاړۍ رغولو لپاره زندان تش کړل شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېری د زندان کارمنان به د دې ولایت لوېدیځ کې نورو زندانونو ته ولېږدول شي، خو بندیان به بېلابېلو نورو زندانونو ته.
سیفرین زیاتوي، په وروستیو څو اونیو کې موږکان بیخي ډېر شول.
سیمه ییزې رسنۍ وايي، د ۲۰۲ کال د کروندو د محصول راټولولو پرمهال د موږکانو فعالیت ډېر شوی، چې لامل یې هلته له څو کلونو وچکالۍ او د ځنګلونو د سوځېدو وروسته د غلو دانو ډېروالی دی.
د اسټرالیا په کوینزلېنډ، ویکټوریا او ساوټ اسټرالیا سیمو کې هم موږکان او مضرې حشرې ډېرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسټرالیا اې بي سي نیوز خبري اژانس د ځینو کارپوهانو له خولې ویلي، ښايي په یادو سیمو کې میلیونونه موږکان د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړي.
د نیو ساوت وېلز ایالت په ښوونځیو، روغتونونو، لویو پلورنځیو او د خلکو د استوګنې په ځایونو کې هم د موږکانو د ډېرېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي.
تر ډېره هلته کرونګر زیانمن شوي، ځکه چې د موږکانو له منځه وړل او د خپلو کروندو او محصولاتو ساتل لګښتي ورته تمامېږي.










