د چاغ بند شوي موږک ژغورلو عملیات

د عکس سرچینه، Berufstierrettung Rhein Neckar
د جرمني بنزهایم ښار کې یو چاغ موږک د فاضلابو اوبو سرپوښ کې بند پاتې و، چې اور وژونکو په بریالیتوب سره ژغورلی دی. دغه موږک د ژمي سړوښې له کبله یوه فلزي غار ته ننوتلی و چې نه یې مخکې لار لرله نه شا ته تلی شو.
د حیواناتو د ژغورنډلې مایکل شیېر ځايي رسنیو ته ویلي، د دغه موږک د ژغورلو لپاره یې عملیات وکړل.
نوموړي وویل، ان "د کرکجنو حیواناتو هم باید درناوی وشي".
د یکشنبې په ورځ، اور وژونکي د یوه "کوچني حیوان" د ژغورلو عملیات پیل کړل.
مایک شیېر چې د حیواناتو د ژغورلو مهارت لري او مسلک لري، په پیل کې هڅه وکړه دغه موږک له پاسه راوباسي، خو دا چې په غار کې بند و، بریالی نه شو.
تر ماتې وروسته، مرستندویه ډلې پرېکړه وکړه چې د فاضلابو دریڅه په بشپړه توګه بهر ته راوباسي.
په پای کې، اتو مرستندویانو او مایکل شیېر دا بېچاره موږک وژغورلی شو.

د عکس سرچینه، Berufstierrettung Rhein Neckar
تر ژغورنې وروسته، موږک بېرته د فاضلابو منځ ته ټوپ کړ، خو ځیرکو ژغورونکو د هغه له الونیه کېدو مخکې د موږک ځینې ښه عکسونه واخیستل.
مرستندویانو دا عکسونه پر خواله رسنیو خپاره کړل چې سلګونه مثبت غبرګونونه او د مننې توري ورته وکارول شول.
هغه هم د داسې یوه حیوان د ژغورلو له کبله مننه، چې ښاروالۍ یې د ورکولو له کبله تر پوښتنې لاندې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ YouTube پای








