کورونا وېروس؛ امریکا کې د مړو شمېر له شپږ لکو زیات شو

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر شپږ لکو دوولسو ته ورسېد او دا په نړۍ کې د دې وبا له امله له بل هر ملت د ډېرو خلکو مړینه ده.

پر ۲۰۲۰ کال د کورونا وبا پیلېدو سره امریکا کې درې دېرش نیم میلیونه وګړي هم په دغه وېروس اخته شوي چې تر بل هر هېواد لوی شمېر دی.

له امریکا وروسته برازیل کې له کورونا څلور لکه اته اتیا زره او هند کې ۳ لکه ۷۷ زره کسان مړه شوي دي.

د کورونا له امله امریکا کې د مړو شمېر له پنځو لکو تر شپږ لکو ته رسېدو نږدې پنځه میاشتې وخت ونیو او دا امریکا کې د کورونا پیلېدو او بیا ترې د یو لک کسانو د مړه کېدو مودې سره برابر دی.

دا نوی شمېر امریکا کې د وبا له هغه حالت سره لوی بدلون ښيي چې پکې تېر منی په یوه میاشت کې له دریو لکو څلورو لکو ته د مړو شمېر ورسېد.

د واکسین لړۍ

دا وروستۍ پرمختیا په داسې مهال ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای تر ۴ نږدې ۷۰ سلنه وګړو ته د واکسین ورکولو هدف کې پاتې ښکاري.

له ۱۷۳ ډېرو امریکایانو- چې نږدې ۵۲ سلنه کېږي- د واکسین اول ډوز کړی دی.

د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې په خبره، نږدې ۴۳ سلنه امریکایانو- چې ۱۴۴ میلیونه کېږي- پوره واکسین کړی دی.

که څه هم ډېری ځوانو امریکایانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین کړی، خو د واکسین سلنه په ایالتونو کې توپیر کوي، لکه د وارمنټ ایالت ۷۱ سلنه وګړي پوره واکسین شوي، خو د میسي سیپي ایالت ۳۶ سلنه وګړو پوره واکسین کړی دی.

یوه نظرپوښتنه ښيي چې دریمه برخه بالغ کسان د واکسین پلان نه لري، ځکه ایالتونه او کمپنۍ خلک واکسین ته هڅوي.

سپینه ماڼۍ هم واکسین ته د خلکو پر هڅولو کار کوي او مرستیال ولسمشره کماله هرېس دې برخه کې ملي سفر پیلوي.

ټولنبدیز لرې کېدل

امریکا کې د اکورونا وبا د مړینو کمېدو سره دغه هېواد کې ټولبندیز هم کمېږي.

د دوشنبې په شپه د کلیفورنیا والي د پراخې بیا پرانیستې خبره وکړه.

د امریکا دغه تر ټولو محبوب ایالت- چې اول ځل یې کرنتین پیل کړی و- اوس پکې واکسین شوي خلک له ماسک او ټولنیز واټن پرته ډېری ناستو کې ګډون کولی شي، خو له پنځو زرو د ډېرو خلکو په ټولېدو بندیز دی.

نیویارک ایالت هم عادي حالت ته ستنېږي.