تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډونلډ ټرمپ مشر زوی په کورونا اخته شوی
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مشر زوی ۴۲ کلن ډونلډ ټرمپ جونیور ویاند وايي، هغه په کورونا وېروس اخته شوی دی.
د نوموړي په وینا د روانې اوونۍ په پیل کې یې د کرونا ازموینه ورکړه او پایله یې هم مثبته وه چې له هغې راوروسته اوس په قرنطین کې دی.
په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "دی د کورونا بشپړې نښې لري او د کوویډ-۱۹ اړوندې ټولې روغتیايي لارښوونې عملي کوي."
د ټرمپ کشر او ۱۴ کلن زوی برون ټرمپ هم تېره میاشت کورونا نیولی و، خو ټرمپ د کمپاین پرمهال اعلان وکړ چې زو یې ژر له کورونا رغېدلی دی.
د ټرمپ د مشر زوی یوه شریکه او د فاکس نیوز مخکېنی خبریاله کیمبرلي ګویلفویل هم په تېره جولای میاشت کې کورونا نیولې وه چې اوس ښه ده.
د جمعې په ورځ، د ټرمپ ځانګړي مرستیال انډري جیولیان اعلان وکړ چې د کورونا ازموینه یې مثبته ده.
ښاغلی جیولیان د ټرمپ د شخصي وکیل روډي جیولیان زوی دی. نوموړي پر ټویټر لیکلي وو، د جمعې ورځې پر ګهیځ یې د کورونا وېروس د پایلې له مثبتې ثابتېدا وروسته خفیفې نښې لرلې.
سي بي اېس خبري چینل او امریکا کې د بي بي سي دفتر د جمعې په ورځ وویل، چې د سپینې ماڼۍ لږ تر لږه څلور نور کارمن هم په کورونا اخته شوي دي.
د روانې میاشتې لومړیو کې د سپینې ماڼۍ د مامورانو مشر مارک میډوز د هغو ځینو سلاکارانو ډله کې و چې په کورونا وېروس اخته شوي وو.
پخپله ولسمشر ټرمپ هم د اکتوبر په لومړیو کې وروسته له هغه چې پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شو، درې شپې په روغتون کې تېرې کړې.
لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ هم په کورونا وېروس اخته شوې وه.
تر اوسه روښانه نه ده چې د ټرمپ مشر زوی چېرې قرنطین شوی دی.
تر دې مهاله په امریکا کې په کورونا وېروس لږترلږه ۱۱٫۸ میلیون امریکایان اخته شوي او تر ۲۵۳٫۰۰۰ ډېر ترې مړه شوي دي.
یوازې د تېرې جمعې په ورځ، په امریکا کې د ۱۹۲٫۰۰۰ کسانو د کورونا ازموینې مثبتې وې.