تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ټرمپ زوی برون هم په کورونا اخته شوی
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۱۴ کلن زوی برون پر کورونا اخته شوی، خو اوس یې معاینه منفي ده.
دا خبره د امریکا لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ کړې او زیاتوي: "زما وېره هغه وخت سمه وخته چې د هغه کووېډ-۱۹ معاینه مثبه شوه. "
خو زیاتوي: "له نېکه مرغه هغه غښتلی ځلموټی دی او هیڅ نښه یې نه لري. "
د ولسمشر او لومړنۍ مېرمن او د سپینې ماڼۍ د کارمنانو هم کورونا معاینه مثبته وه، خو اوس ترې رغېدلي دي
د لومړۍ مېرمن له څرګندونو شېبې وروسته ولسمشر ټرمپ په ډي مایونس کې وویل، چې زوی یې د یو لنډ وخت لپاره په دې ناروغۍ اخته و:
"زه فکر نه کوم چې ان هغه دې پرې پوه شي، ځکه ځوانان دي او دفاعي سیستم یې پیاوړي او ماتولی یې شي. "
د هغه په خبره، زوی یې برون "ښکلی هلک دی او اوس له دې ناروغۍ خلاص دی. "
هغه غونډې ته وویل: "د برون معاینه مثبته وه. لکه په دوو ثانیو کې. برون روغ رمټ دی اوس د هغه معاینه مفني ده. "
ولسمشر د خپل زوی رغېدلو ته په اشاره وویل، څومره ژر چې کېږي ښوونځي باید پرانیستل شي، خو د ښوونکو ټولنه د نوموړي د دې ګام مخالفه ده او وېرېږي چې غړي به یې له زدکوونکو په کورونا اخته شي.
د امریکا ولسمشر چې په کورونا له اخته کېدو وروسته روغتون کې بستر و، دا اونۍ یې ټاکنو کې مهمو ایالتونو ته تګ له سره پیل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ډاکتر دوشنبه وویل، نوموړی نورو ته کورونا لېږدولی نه شي.
اټکل دی چې ښاغلي ترمپ او ملګرو ته یې د سپټمبر ۲۵ د سترې محکمې د غړې پېژندغونډه کې کورونا رسېدلې وه.
د ولسمشر سلاکاره هوپ هېکس، د سپینې ماڼۍ ویاند کیلي مک اناني، د نوموړي پخوانی سلاکار کلي ان کانو او اوسنی سلاکار سټیون مېلر او دوه جمهوریپال سناتوران د ډونلډ ټرمپ هغه نږدې کسان دي چې تېرو اونیو کې کورونا شول.
امریکا کې نږدې اوه میلیونه او ۹ لکه کسان کورونا شوي او دوه لکه ۱۶ زره کسان ترې مړه شوي دي.