تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ خپلې ټاکنیزې غونډې بیا پیل کړې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کوویډ۱۹ معاینې د نتیجې له مثبتېدو دوه اونۍ وروسته فلوریډا ته تللو سره خپلې ټاکنیزې غونډې بیا پیل کړې.
په دا مهال د ولسمشر ټرمپ ځانګړی ډاکټر وايي، د ولسمشر ټرمپ د کورونا وېروس وروستۍ ازموینې پرلپسې منفي وې او نور ترې دا وېروس بل چاته لېږدېدلی نه شي او خپل دودیز کاري پروګرامونه پیلولی شي.
د دوشنبې په ورځ د ښاغلي ټرمپ په زرګونو پلویان د فلوریډا ستنفورډ ښار ته د نوموړي لیدلو ته لاړل.
نوموړی نیت لري چې له فلوریډا وروسته د پنسیلوانیا او مشیګان په څېر دریو حساسو ایالتونو ته هم راتلونکو څلورو ورځو کې لاړ شي.
ښاغلی ټرمپ او ډیموکراټ سیال یې جو بایډن هڅه کوي د فلوریډا په څېر حساسو ایالتونو رایې خپلې کړي.
جو بایډن هم د دوشنبې په ورځ یوه بل حساس او برخلیک ټاکونکي ایالت اوهایو ته لاړ.
نظرپوښتنې ښيي چې ښاغلی بایډن له ولسمشر ټرمپ لس نمرې مخته دی، خو په حساسو ایالتونو کې دا توپیر ۳،۷ سلنه دی.
فلوریډا د امریکا یو ستر او ډېر وګړی ایالت دی او په "لمر ایالت"مشهور دی، چې د سږ کال هر نوماند په بریالیتوب کې ډېر مهم رول لري.
ښاغلي ټرمپ تېره اونۍ اول ځل وویل، چې په کورونا وېروس اخته شوی دی.
په همغه ورځ د واشنګټن څنډه کې والټر ریډ پوځي روغتون ته ولېږدول او درې ورځې وروسته ترې سپینې ماڼۍ ته ستون شو.