تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نفتالي بېنت د اسراییل لومړی وزیر شو؛ د نتنیاهو ۱۲ کلن واک پای ته ورسېد
د اسراییل په پارلمان کې د رایو په ډېر لږ اکثریت نفتالي بېنت لومړی وزیر شو. پارلمان د ۵۹ مقابل کې په ۶۰ رایو نوموړی د اسراییل د نوي حکومت د جوړولو مامور کړ او لوړه یې وکړه.
ښاغلی بېنت خپل حکومت د "بدلون حکومت" بولي.
دې سره د بنیامین نتنیاهو ۱۲ کلن لومړی وزارت پای ته ورسېد، خو له خپلو ملاتړو سره یې ژمنه وکړه چې د دغه "خطرناک" حکومت پرځولو هڅه به وکړي.
توندلاری ښی لاسی سیاستوال بېنت ۴۹ کلن دی او د بنیامین نتنیاهو د شاګرد په توګه د سیاست ډګر ته راغی.
هغه د نتنیاهو سلاکار، لوی مرستیال او د دفتر مشر یې و او بیا د ښاغلي نتنیاهو وروستیو حکومتونو کې ان د ښوونې روزنې او دفاع وزارت پورې هم ورسېد.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د بنیامین نتنیاهو نوم له یادولو پرته د نوي حکومت جوړېدو هرکلی او له اسراییل سره یې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی.
د لومړي وزیر لپاره تر رایې اچولو مخکې د اسراییل پارلمان نوی مشر هم وټاکه.
میکي لوی له ۱۲۰ د ۶۷ رایو ګټلو سره د ښاغلي نتنیاهو د لېکود ګوند د یاریو لیوین ځای ونیو.
ښاغلی لوی د یاییر لپیډ په مشرۍ ګوند غړی دی او ټاکلې چې ښاغلی لپېډ ایتلافي حکومت کې دوه کاله لومړی وزارت ولري.
ښاغلی لوی ۶۹ کلن دی او له ۲۰۱۳ کال راهیسې پارلمان کې دی.
هغه پر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال د اقتصاد مرستیال وزیر و.
ځانګړې ناسته
د نوي ایتلافي حکومت لپاره باور رایه ورکولو لپاره د اسراییل پارلمان ځانګړې ناسته درلوده چې پکې د ګوندونو مشرانو توندې خبرې وکړې.
نفتالي بېنت وویل، حکومت به یې اجازه ور نه کړي چې ایران اټومي وسلې ولري.
هغه له ایران سره د شپږو قدرتونو د اټومي تړون بیا ژوندي کول او دې تړون ته د امریکا ستنېدل تېروتنه وبلله او زیاته یې کړه، اوس هم منځنی ختیځ "د هغو پیسو له ضرر رغېدلی نه دی چې د اټومي تړون له امله ایران ته وسپارل شوې. "
هغه د ایران اټومي پروګرام د خپل حکومت لپاره لویه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه چې اسراییل د دې تړون برخه نه دی او د ایران مقابل کې "د پوره عمل د ازادۍ حق لري. "
تر دې خبرو وروسته ښاغلي نتنیاهو وویل، نفتالي بېنت نړیوال باور او له ایران سره د مقابلې پوره وړتیا نه لري.
هغه پارلمان کې د مخالفانو د مشر په توګه ژمنه وکړه چې ژر به نوی حکومت وپرځوي.
نوموړي زیاته کړه: "هغو کسانو ته چې تهران کې یې جشن جوړ کړی دا وایم، ژر ستنېږم. "
ښاغلي بېنت د خپلو خبرو لومړیو کې د اسرایل لپاره د "قرباني" له امله د نتنیاهو مننه وکړه.
د نوي حکومت ننګونې
د یمینا ښي لاسي ګوند مشر بېنت ته له ایران او فلسطنیانو سره مقابله لویې ننګونې دي.
هغه په داسې مهال لومړی وزیر کېږي چې د ایران او شپږو قدرتونو د اټومي تړون ژوندي کولو او دې تړون ته د امریکا د ستنېدلو خبرې روانې دي.
اسراییل کې نوي حکومت هغه دوه کلن سیاسي بندون پای ته ورساوه چې پکې څلور ځلې ټاکنې وشوې، خو حکومت جوړ نه شو.
ښاغلی بنت د یش عتید په نوم منځلاري ښي ګوند د مشر یاییر لپېډ سره د واک وېشلو د تړون له مخې تر ۲۰۲۳ کال لومړی وزیر کېږي او وروسته به د دوو کلونو لپاره دا څوکۍ له لپېډ سره وي.
ښاغلی نتنیاهو چې د اسراییل تاریخ کې تر ټولو اوږدمهالی لومړی وزیر دی د ښي لاسي لېکود ګوند او د اپوزیسیون د مشر په توګه پارلمان کې پاتې کېږي.