تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نفتالي بېنېټ؛ هغه سخت دریځی میلیونر چې ښایي د اسرائیلو لومړی وزیر شي
داسې ښکاري چې نفتالي بېنېټ به د اسرائیلو نوی لومړی وزیر شي. ښاغلی بېنېټ چې د کومانډو ځواکونو مخکینی غړی او د تکنالوژۍ صنعت کې یې میلیونونه ډالر ګټلي وايي، د بنیامن نتنیاهو پرتله ډېر ښي اړخو ته نژدې دی او د فلسطیني دولت له تصور سره مخالف دی.
نوموړي له اوږدې مودې راهیسې د لومړي وزارت ترلاسه کولو هیله درلوده، خو ښي اړخه توکمپال ګوند 'یامینا ' یې تېرو ټاکنو کې د ګوتو په شمېر څوکۍ وګټلې.
سره له دې چې د ده ډلې اووه کسان پارلمان ته بریالي شول، د ښاغلي بېنېټ حیثیت د ائیتلافي حکومت په صورت کې د دوو مخکښو سیالانو تر منځ د واک ترلاسه کولو لپاره مهم شو.
د مشترک رول په توګه ښاغلي نتنیاهو او مرکزیت غوښتونکي اپوزیسیون مشر یائیر لپیډ دواړو ښاغلي بېنېټ ته د پلویتوب په صورت کې د لومړي وزارت وړاندیز وکړ او نوموړي له فکري اختلاف سره سره د ښاغلي لپیډ ملګرتیا ته زړه ښه کړ.
۴۹ کلن نفتالي بېنېټ ته یو وخت د ښاغلي نتنیاهو د ښي لاس په نظر کتل کېدل، له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې یې د نتنیاهو د دفتر رئیس په توګه دنده درلوده، خو بیا یې لارې بېلې شوې.
بېنېټ د بنیامن نتنیاهو لیکود ګوند پرېښود او د یهودانو کور مذهبي ښي اړخه ګوند ته لاړ.
د همدې ګوند له دریځه نوموړي د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې پارلمان ته لار ومونده او له هغه راهیسې یې تر ۲۰۱۹ کال پورې په هر ائیتلافي حکومت کې د وزیر په حیث دنده درلوده.
۱۱ میاشتې وروسته نوموړی پارلمان ته بیا د یامینا 'په هیبرو ژبه کې یې مانا پر سم لور ' ګوند د مشر په حیث ورسېد.
دی د سخت دریځۍ تر کچې توکمپال بلل کېږي او خپله هم ځان د نتنیاهو پرتله 'زیات ښي اړخی ' بولي.
ښاغلی بېنېټ په لوړ غږ اسرائیل د یهود ملت دولت بولي او پر لوېدېځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د سوریې پر ګولان غونډیو چې د منځني ختیځ (۱۹۶۷) جګړه کې اسرائیل لاندې کړې د اسرائیل د تاریخي او مذهبي حق ملاتړ کوي.
نوموړي له ډېره وخته راهیسې په لویدېځه غاړه کې د یهودانو مېشت کېدو د حق دفاع کړې 'ده یو ځل د یشا شورا مشري کړي چې هلته د مېشت شویو یهودانو د سیاسي استازولۍ ډله ده. '
خو دی وايي، اسرائیل پر غزه هېڅ حق نه لري 'چې اسرائیل ۲۰۰۵ کال کې ترې هلته مېشت یهودان او پوځونه وایستل. 'د ختیځ بیت المقدس او لویدېځې غاړې په ۱۴۰ مېنو (ښارګوټو) کې ۶۰۰ زره یهودان مېشت چې نژدې ټوله نړیواله ټولنه یې غیر قانوني بولي، خو اسرائیل پر دې سیمه دعوه کوي.
د دې مېشت ځایونو د برخلیک موضوع پرلپسې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د جنجال لامل دی.
فلسطینیان غواړي دلته مېشت یهودان له دې سیمې ووځي او دوی د لویدیځې غاړې او غزه په ګډون یو خپلواک هېواد ولري چې ختیځ بیت القدس یې پلازمېنه وي.
د دې مېشت ځایونو ودانیزې چارې درول د ښاغلي بېنېټ لپاره ځکه هم د امکان وړ نه بلل کېږي چې نوموړی دې موضوع کې د مېشت ځایونو پلوي نتنیاهو هم د باور وړ نه بولي.
ښاغلی بېنېټ چې په روانه انګلیسي هم خبرې کوي، پرلپسې د ځايي ټلویزیونونو پر پردو راڅرګندیږي او د اسرائیل کړنو دفاع کوي.
د یوه ځايي ټلویزیون په مباحثه کې نوموړي د پارلمان یوه عرب غړي ته چې ویل یې یهودان حق نه لري چې لویدیځه غاړه کې مېشت شي، په زغرده وویل: "هغه وخت چې تاسو لا د ونو په ښاخونو پورې ځوړند واست، موږ دلته د یهودانو یو مملکت درلود".
نوموړی دغه راز د اسرئیل تر څنګ د فلسطیني دولت رامنځته کېدو له فکر سره کلک مخالفت ښيي.
د دوو دولتونو دا نظر هغه احتمالي حل لاره ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ګډون یې اکثریت نړیواله ټولنه تايیدوي.
خو ښاغلي بېنېټ دا 'د شا لخوا د خنجر ګوزار' بولي. د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې نوموړي یوه مرکه کې وویل: "که زه زور یا کنټرول ولرم، د اسرائیل یو سانتي متر خاوره به چا ته ور نه کړم".
نوموړی دغه راز ادعا کوي چې باید لویدیځه غاړه اسرائیل سره ضمیمه شي او د عبراني ژبې جودیا او سماریا نومونه ورکړل شي چې انجیل کې یې یادونه شوې.
د فلسطیني وسله والو په هکله هم د نوموړي دریځ خورا سخت دی او په وینا یې دی ورته د اعدام سزا پلوي دی.
د یادونې ده چې اسرائیل حکومت ۱۹۶۱ کال نازي معمار اډولف ایچمان ته دغه ډول سزا ورکړې وه، چې د هولوکوسټ طراح و او له هغه راهیسې تر اوسه اسرائیل د اعدام سزا چا ته نه ده ورکړې.
ښاغلي بېنېټ ۲۰۱۸ کال کې د غزه له حماس مشرانو سره پر اوربند نیوکې وکړې او پر دغه ډله تور پورې کوي چې د روان کال مې کې پر اسرائیل د توغندیزو بریدونو ځواب کې د هوايي بمبارۍ له کبله په غزه کې د خپلو خلکو وژل کېدو مسوولیت لري.
د ښاغلي بېنېټ د سیاسي پرمختګ تر شا د نوموړي پوځي او کاروباري بریاوې دي. نوموړي د اسرئیل پوځ په دوو برخو کې خدمت کړی او وروسته یې د پرمختللې تنکالوژۍ په کاروبار کې میلیونونه ډالر وګټل.
د خپل دولت په هکله د خبرو پر مهال ۲۰۱۴ کال کې نوموړي وویل: "زه ۱۷ ډوله کبابونه نه خورم، شخصي الوتکه یا کښتۍ نه لرم، او له همدې کبله ازادي لرم هغه څه وکړم چې کول یې غواړم".