تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو واک ته د اپوزیسیون ګوندونو د ائيتلاف رسېدو مخنیوي غوښتنه وکړه
اسرائیل کې لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د هغه تازه رامنځته شوي ائیتلاف پر وړاندې سخت غبرګون څرګند کړی، چې ښکاري له ۱۲ کاله واکمني وروسته به نوموړی له خپل مقامه لېرې کړي.
ښاغلي نتنیاهو د پارلمان له ښي اړخو غړو غوښتي چې واک ته د رسېدو پر وړاندې د دغه نوي ائیتلاف مخه ونیسي. د چهارشنبې پر ورځ ناوخته د دغه هېواد اپوزېسیون اته ګوندونه د یوه نوي حکومت تشکیل لپاره په ګډه د کار کولو هوکړې ته ورسېدل.
خو د حکومت تشکیل لپاره د اسرائیل بېلا بېلو سیاسي فکرونو لرونکی ائیتلاف د دغه هېواد د پارلمان ملاتړ ته اړتیا لري.
د ائیتلاف له رامنځته کېدو وروستي ښاغلي نتنیاهو پرې سختې نیوکې کړې.
نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې دغه ائیتلاف 'کیڼ اړخه ' او 'خطرناک ' بللی دی. نوموړي له دې مخکې احتمالي نوی حکومت د ' پېړۍ جعل ' بللی او په وینا یې د اسرائیل خلکو او دولت ته یو خطر دی.
د چارو شنونکو مخکې ویلي و، چې ښاغلی نتنیاهو به چې لیکود ګوند یې د مارچ ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلې، د خپل ائتلاف په رامنځته کولو کې له پاتې راتلو وروسته د ګروپ لپاره د هغه ملاتړ موندلو مخه نیولو کوښښ کوي، چې اړتیا ورته لري
له دې مخکې د یش عتید یا منځلاري ښي ګوند مشر یاییر لپېډ وویل، د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره خبرې بریالۍ وې او د هوکړې له مخې لومړی وزارت د دوو ګوندونو ترمنځ وېشل کېږي.
اول د ښي لاسي ګوند یمینا مشر نفتالي بنټ لومړي وزارت ته رسېږي او نږدې دوه کاله وروسته بیا لاپېډ لومړی وزیر کېږي.
د حکومت د غړو له سوګند یادولو او رسمي کار پیلولو مخکې پارلمان باید دې حکومت ته رایه ور کړي.
ښاغلي لپېډ خپل بیان کې ولسمشر روون ریولین ته ویلي، دغه ګوند د حکومت جوړېدو لپاره هوکړه کړې ده:
"زه لوړه کوم چې حکومت به ټولو اسراییلیانو ته د خدمت هڅه کوي، هغه که رایه ور کړي او که یې ور نه کړي. "
هغه زیاتوي: "مخالفانو ته په درناوي چې هر څه مې په وس پوره وي د اسراییلۍ ټولنې د متحدولو لپاره به یې وکاروم. "
نوموړی ولسمشر ته خپلو خبرو کې زیاتوي، له بنټ سره په ګډه به د حکومت مشرۍ کې شریک وي او پر ۲۰۲۳ کال اګسټ ۲۷ به لومړی وزیر شي.
ښاغلي ریولین له پارلمان غوښتي چې څومره ژر شونې وي دغه حکومت ته د رایې ور کولو په تړاو غونډه وکړي.
اسراییلي رسنیو د ایتلافي حکومت د جوړېدو د هوکړې انځورونه خپاره کړي، خو مخکې ډېر باور و چې داسې به ونه شي.
ښاغلی لپېډ، نفتالي او د اسراییلي مسلمانو عربانو د ګوند مشر منصور عباس په دغه انځور کې په خندا هوکړه لاسلیکوي.
ښاغلي عباس خبریالانو ته ویلي، د ایتلافي حکومت جوړولو هوکړه د څو جنجالونو له امله سخته وه، خو مهم هوکړې ته رسېدل و.
د هغه په خبره، په دې هوکړه کې د اسراییلي عرب ټولنې په ګټه ډېر شیان شته.
د اتو ګوندونو حکومت
دې ایتلافي حکومت کې اته ګوندونه دي.
- د ییر لپېډ په مشرۍ یش عتید ۱۷ څوکۍ
- بني ګنټس په مشرۍ کهول لون ۸ څوکۍ
- د اویګدر لېبرمېن په مشرۍ اسراییل بیټونیم ۷
- د مراو ویکالي په مشرۍ کارګر ګوند ۷
- د نفتالي بنېټ په مشرۍ یمینا ۷
- د ګیدون سار په مشرۍ نوې هیله ګوند ۶
- د نیتزن هورویټز په مشرۍ مریټز ۶
- د منصور عباس په مشرۍ رام ۴ پارلماني څوکۍ لري.
ډېرو سیاستوالو د دوی ترمنځ ایتلاف له امکان لرې باله، خو داسې ښکاري د ښاغلي نتنیاهو د بې واکه کولو لپاره سره یو شول او لا هم مالومه نه ده چې دوی به تر اخره سره پاتې شي او که به یې د حکومت سیاسي ژوند کم وي.