تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ویتنام کې د کورونا د هند او بریتانیا 'ترکیبي' بڼه موندل شوې
ویتنام کې چارواکي وايي د کورونا داسې نوې بڼه یې موندلې چې ښکاري د بریتانیا او هند د بڼو له یو ځای کېدو به رامنځ ته شوې وي.
ویل شوي چې د کورونا دغه بڼه چټکه او د هوا له لارې هم خپرېدی شي.
د ویتنام روغتیا وزیر نوین تان لانګ د کورونا وېروس کې دغه نوی بدلون او چټکتیا "ډېر خطرناک" بللي دي.
وېروسونه تل د بدلون په حال کې وي چې ډېر یې بې اغېزو خو ځینې بیا کولی شي چې د وېروس خپرېدل لا پسې چټک کړي.
په لومړي ځل د ۲۰۲۰ کال جنورۍ کې د کوویډ-۱۹ له پېژندل کېدو راهیسې په کورونا وېروس کې هم زرګونه بدلونونه لیدل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس په وینا ښاغلي نوین یوې دولتي غونډې ته وویل: "ویتنام د کوویډ-۱۹ یوه نوې بڼه چې هند او بریتانیا کې د لیدل شویو بڼو ګډ مشخصات لري، موندلې ده."
ښاغلي نوین زیاته کړه چې د کورونا دغه نوې ترکیبي بڼه تر پخوانیو پېژندل شویو بڼو په ځانګړې توګه د هوا له لارې د خپرېدو ډېره وړتیا لري.
د "وي اېن اکسپرېس" انلاین ورځپاڼې د ویتنام د روغتیا وزیر په حواله لیکلي چې دغه نوې بڼه په کورونا د تازه اخته شویو کسانو د معاینې پر مهال لیدل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د کورونا د دې بڼې جنیتیکي کوډ به ژر د لاسرسي وړ وګرځي.
د کورونا "بي ۲.۶۱۷.۱" بڼه تېره اکتوبر میاشت هند کې وموندل شوه چې د روغتیا پوهانو په وینا برېتانیا کې د "بي ۱.۱.۷" موندل شوې بڼې پرتله د خپرېدا ډېره وړتیا لري.
څېړنې ښيي چې د فایزر او اسټرازېنېکا په ګډون د کورونا د اوسني واکسین دواړه ډوزونه د هندۍ بڼې پر وړاندې زیات خوندیتوب رامنځ ته کوي، خو داسې ښکاري چې تر یوه ډوز وروسته د دغه خوندیتوب کچه یو څه کمه ده.
تر اوسه په دې تړاو هېڅ شواهد نه شته چې د کورونا وېروس دغه بدلونونه دې په ګڼو خلکو کې د ناروغۍ د سخت تره نښو د څرګندېدو لامل شي.
دا نوې بڼې هم د کورونا وېروس د اصلي او لومړنۍ بڼې په څېر د زیات عمر او یا پر نورو ناروغیو اخته کسانو ته جدي خطر ګڼل کېږي.
که د وېروس د خطر اندازه د پخوا هومره وي او یوازې خپرېدا یې هم چټکه شي، نو د خلکو سترو نا واکسین شویو ټولنو کې د پراخې مړینې لامل ګرځېدای شي.
ویتنام کې په دې وروستیو کې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
دغه هېواد د دې وبا له پیل راهیسې شاوخوا ۶۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د دغو پېښو له نیمو ډېرې یوازې له تېر اپریل راهیسې تشخیص شوي.
د جان هاپکنز پوهنتون لخوا خپرېدونکي ارقام ښيي چې تر دې دمه ویتنام کې کوویډ-۱۹ له کبله ۴۷ کسان مړه شوي دي.