کورونا وېروس: هغه نړیوال مشران او چارواکي چې پخپله یې قانون مات کړی

د نړۍ په لر او بر کې خکو د کورونا وېروس د محدودیتونو له کبله ګڼې قربانۍ ورکړې.‌ ډېری کسان ونه توانېدل چې د خپلې کورنۍ د غړو په جنازو کې ګډون وکړي. ځینو میاشتې انتظار وکړ چې خپل نوي زېږېدلي لمسیان په غېږ کې ونیسي.

خو په دې ټول بهیر کې ګڼو نړیوالو مشرانو، وزیرانو او سلاکارانو پخپله له هماغو اصولو او محدودیتونو سرغړونه وکړه چې د نورو لپاره یې اعلان کړي وو.‌

دلته د هغو لسو نړیوالو مشرانو یادونه کوو چې د قرنطین په ورځو کې یې قانون مات کړی دی.‌

لومړی: ډونلډ ټرمپ

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله دېرش سلنه مړینې یوازې په امریکا کې شوې دي.

امریکا ته د کورونا رسېدو په لومړیو کې د دغه هېواد د ناروغیو د مخنیوي او کنترول ادارې سپارښتنه وکړه چې ټول وګړي باید ماسکونه واغونځي.

خو ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا سپارښتنه ونه منله او ویې ویل: "زه نشم کولی چې په خپل دفتر کې به ناست یم، ماسک به مې پر مخ وي او له نړیوالو مشرانو سره به خبرې کوم".

خو په میشيګن ایالت کې ماسک اغوستل لازمي وو او د می میاشتې پر ۲۱مه نېټه ډونلډ ټرمپ همدې ایالت ته په سفر ولاړ.‌

نوموړي‌ غوښتل د فورډ موټر جوړونې فابریکه وګوري، چې اوس یې د کورونا ناروغانو لپاره د اکسیجن ماشینونو جوړول پیل کړي وو.‌

د فابریکې د لیدنې پر مهال د نورو ټولو مشرانو ماسکونه پر مخ وو، خو ولسمشر ټرمپ دا کار ونه کړ.

کله چې وروسته خبریالانو په دې اړه ترېنه پوښتنه وکړه نو ویې ویل،‌ دننه یې ماسک اغوستی و،‌ خو د کامرو مخې ته یې لېرې کړ.‌

وروسته یې په ټوکو وویل،‌ فکر کوي چې ماسک کې لا ښه ښکاري، او په دې خبرې سره یې خبریالان نور هم ګنګس او حیران کړل.‌

دا په داسې حال کې ده چې مېرمنې یې مېلانیا ټرمپ په یوه ویډیو کې خلکو ته سپارښتنه وکړه چې ماسک وکاروي او خپل یو داسې عکس یې هم پر خواله رسنیو خپور کړ چې ماسک یې اغوستی و.‌

دویم: ویلادمیر پوتین

ولسمشر پوتین ځان د عمل سړی بولي او دا ورته مهمه ده چې خلک یې په اړه څه فکر کوي.‌

نوموړی د مارچ پر ۲۴ نېټه، هغه مهال چې د کورونا وېروس وبا ښه زور کې وه، په مسکو کې د یو روغتون لیدو ته ورغی.‌

د روغتون د لید پر مهال ولسمشر پوتین خوندي کالي اغوستي‌ وو، خو وروسته د ډاکټرانو سره د خبرو پر وخت عادي‌ لباس کې و.‌

دا خو لا څه چې نوموړي‌ له مشر ډاکټر ډېنس پروشېنکو سره لاس په لاس روغبر هم وکړ.‌

څو ورځې وروسته ډاکټر پروشېنکو په کورونا وېروس اخته شو،‌ او خلکو پخپله د ولسمشر پوتین د روغتیا په اړه پوښتنې پیل کړې.

له هغه راهیسې ولسمشر پوتین له عام محضر پناه شوی او تر ډېره له خپل کوره کار کوي.‌

د کرېمیلېن ویاند ډیمیټري‌ پېسکو رویټرز خبري اژانس ته د دې پوښتنې ځواب ورنه کړ چې ولسمشر پوتین به کله بیرته کرېملېن ته ستنېږي.

په روسیه کې تر دې دمه له پنځو زرو ډېر کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي او له ۴ لکو او شل زرو ډېر کسان په کورونا وېروس اخته دي.‌

درېیم: بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل لومړی وزیر او ولسمشر رووین رېولین هم د محدودیتونو ماتولو له کبله له سختو نیوکو سره مخ شول.‌

حکومت ټولو خلکو ته سپارښتنه کړې وه چې د (پاس اوور) مذهبي‌ مراسمو پر مهال مېلمستیاوې ونه کړي.‌

خو وروسته مالومه شوه چې لومړي وزیر او ولسمشر دواړو پر دې ورځ له خپلو لویو اولادونو سره کتلي وو او یو ځای یې ور سره ډوډۍ خوړلې وه.

د لومړي‌ وزیر نتنیاهو ملاتړو له خپل زوی سره د هغه یو ځای ډوډۍ خوړولو ننګه وکړه.‌

دوی ټینګار کاوه چې د لومړي وزیر زوی هره ورځ څو ساعتونه د هغه په دفتر کې تېروي او ورسره نږدې اپارتمان کې اوسي.

خو مخالفینو یې دا پلمه نه منله او د اسرائیل په ټولو رسنیو کې هم پر لومړي وزیر سختې نیوکې وشوې.‌

ولسمشر رېولین هم له هغه وروسته بښنه وغوښته چې له لوڼو سره یو ځای د ډوډۍ خوړلو عکسونه یې رسنیو کې خپاره شول.

څلورم: هندی سیاستوال ادېتیا نات

د هند لومړي‌ وزیر نرېندرا مودي د مارچ پر ۲۴مه نېټه د نړۍ تر ټولو لوی قرنطین او ګرځبندیز اعلان کړ او ور سره د دې هېواد ۱ اعشاریه ۳ میلیارد وګړي ځای پر ځای بند شول.

میلیونونه کاریګر په نورو ښارونو کې ایسار پاتې شول، ځینې یې اړ شول چې تر خپلو کلیو سلګونه کیلومتره پلی مزل وکړي او ګڼ کسان د دې سفر پر مهال مړه شول.

خو د اتر پردېش ایالت مشر وزیر او نامتو سیاستوال یوګي‌ ادېتیا نات د قرنطین پر هماغه لومړۍ ورځ سرغړونه وکړه.‌

نوموړي‌ په هغو مراسمو کې د خپل ګډون عکسونه خپاره کړل چې ایودیا کې د یوه جنجالي‌ مندر جوړولو لپاره جوړ شوي‌ وو.‌

یوه میاشت وروسته د ښاغلي‌ ادېتیا نات پلار ومړ او نوموړي‌ خپلې مور او د کورنۍ نورو غړو ته سپارښتنه وکړه چې جنازه کې د ګډون پر مهال روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي، خو پخپله یې جنازه کې ګډون ونه کړ.‌

پنځم: د نایجریا د پوځ مشر جنرال کیاري

په نایجریا کې کورونا وېروس هغه مهال د حکومت دننه ځواکمنو کړیو ته ورسېد چې د مارچ پر ۲۶مه نېټه لوی درستیز او با کیاري، او د باوچي‌ ایالت والي اعلان وکړ چې په کورونا وېروس اخته شوي‌ دي.‌

جنرال کیاري هماغه میاشت له جرمنې بېرته هېواد ته ستون شوی و او هغو حکومتي‌ غونډو کې یې هم ګډون کړی و چې ولسمشر محمد بحاري،‌ د هغه لومړي‌ مرستیال او د ۱۶ ایالتونو والیانو هم پکې ګډون کړی و.‌

وروسته د ولسمشر او د هغه د لومړي‌ وزیر معاینات وشول،‌ او یوه چارواکي‌ بي بي‌ سي ته وویل چې پایلې یې منفي وې.

خو څو اوونۍ وروسته، د اپرېل پر ۲۷مه نېټه لوی درستیز با کیاري له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړ شو.‌

شپږم: د سویلي افریقا د مخابراتو وزیره

د سویلي افریقا د مخابراتو وزیرې سټېلا ابراهیم وروسته له هغه بښنه وغوښته چې د قرنطین ورځو کې یې د یو مرستیال وزیر په کور کې یې له پنځو نورو کسانو سره یو ځای یوه مېلمستیا کې ګډو وکړ او وروسته یې عکس خواله رسنیو کې خپور شو.‌

ولسمشر سېرل رامافوسا نوموړې په دوه میاشتني‌ اجباري رخصت ولېږله.‌

اغلې ابراهیم پر خپلو کړنو پښېماني‌ وښوده او هیله یې وکړه چې ولسمشر او عام خلک به یې وبښي.‌

رپوټونه وایي، ولسمشر رامافوسه اغلې ابراهیم ته ویلي‌ وو چې هېڅوک تر قانون پورته نه دی.

اووم: د مالیزیا د روغتیا مرستیال وزیر

د مالیزیا د روغتیا مرستیال وزیر له دې کبله جریمه شو چې له ګرځبندیز یې سرغړونه کړې وه.

نور اعظمي غزالي په یوه مدرسه کې ډوډۍ خوړلو ته تللی و او وروسته یې عکس پر خواله رسنۍ خپور شو.‌

ښاغلی غزالي‌ اړ شو چې د محدودتیونو ماتولو له کبله ۳۲۵ امریکایي ډالره جریمه پرې کړي.‌

خلکو پر خواله رسنیو هغه په منافقت تورن کړ او نیوکه یې وکړه چې مرستیال وزیر د رسنیو مخې ته یو څه وي،‌ خو چې رسنۍ نه وي بیا یې چلن بدلېږي.‌

مالیزیا د کورونا وېروس مخنیوي لپاره سخت محدودیتونه لګولي او زرګونه کسان یې د دې محدودیتونو ماتولو له کبله جریمه کړي دي.‌

اتم: د بریتانیا د لومړي وزیر سلاکار:

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن له هغه وروسته په سیاسي‌ جنجال کې کېوت چې یو نږدې سلاکار یې د قرنطین ورځو کې ګرځبندیز مات کړ.‌

ډومېنېک کمېنګز په لندن کې له خپل کوره ۲۶۰ میله لېرې په موټر کې سفر وکړ او خپل پلرني کلي ته ولاړ.‌

ښاغلی کمېنګز لا هم ټینګار کوي‌ چې له محدودیتونو یې سرغړونه نه ده کړې، او له استعفا ورکولو یې هم انکار کړی دی.‌

پولیس وایي، ښاغلي‌ کمېنګز ښایي له محدودیتونو کوچنۍ سرغړونه کړې وي، خو داسې ښکاري‌ چې لومړی وزیر د ده ملاتړ کوي‌ او پر خپله دنده به پاتې وي.‌

بریتانیا د کورونا وېروس له کبله د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرو ځپل شویو هېوادونو کې حسابېږي او نږدې ۴۰ زره کسان پکې مړه شوي‌ دي.‌