تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس؛ افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه او ۶۲۸ یې ونیول
د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې دوه زره شپږ سوه اوه څلوېښت کسان معاینه کړي چې پکې ۶۲۸ کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
د چارواکو په خبره، په دغه مهال ۲۴ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د تازه پېښو او مړینې له پلوه کابل سر کې ځای لري؛ په داسې ډول چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۸ کسان په دغه ښار کې په کورونا اخته شوي او ۹ ترې مړه شوي دي.
ورپسې کندهار د ۸۹، ننګرهار د ۳۸، بلخ د ۳۴، پروان د ۳۸، پکتیا د ۲۹، کندوز د ۲۸، وردګ د ۳۲، کاپیسا د ۲۱ پېښو ریکارډ سره داسې ولایتونه دي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له شلو ډېر کسان پکې کووېډ-۱۹ ناروغۍ نیولي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت شمېرې وايي، تراوسه په دغه هېواد کې نږدې ۶۷ زره کسان په کورونا اخته شوي دي.
رسمي شمېرې ښيي، له کورونا تر دې دمه افغانستان کې له دوه زره ۷۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شنبې په ورځ وویل، د کورونا وېروس بدله شوې بڼه نژدې شلو ولایتونو کې خپره شوې، خو زیاته یې کړه کېدای شي دا بڼه په ۳۴ ولایتونو کې وي.
هند کې د مړو شمېر له ۳ لکو واوښت
هند کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړو شمېر په داسې حال تر درې لکو پورته کېږي چې دغه هېواد لا هم له کورونا وبا سره لاس ګرېوان دی.
خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې له دې وبا د مړو شمېر ښايي تر دې ډېر وي، ځکه لا هم ډېر شمېر مړینې رسمي نه ریکارډ کېږي.
هند کې په کورونا ۲۶ میلیون کسان اخته شوي او دا په نړۍ کې له امریکا وروسته دویم هېواد دی چې دومره ډېر خلک پکې په کووېډ-۱۹ اخته کېږي.
هند کې له کورونا د درې لکه کسانو مړه کېدو سره دا هېواد له امریکا او برازیل وروسته په نړۍ کې دریم هېواد دی، چې پکې له کورونا ډېر کسان مړه کېږي.
هند کې د کورونا دویمې څپې پر مهال اوس له میاشتې په کم وخت کې تر یو لک کسان له دې وېروس مړه شوي دي.
د دویمې څپې له امله د هند روغتیايي سیستم سخت وځپل شو او روغتونونه یې چې د ناروغانو له بیروبار سره مخ دي د مهمو درملو او اکسېجن رسولو هڅه کوي.
تېرو ورځو کې د کورونا درملنې سره اړوند د تور مرخېړي مرګونې ناروغۍ زیاتېدو سره هم هند کې د کورونا وبا کړکېچ اندېښنه لا ډېره کړې ده.
په ځینې سیمو کې ان له کورونا د مړو کسانو د سوځولو ځایونه نشته او حکومت اړ شوی چې عمومي پارکونو کې لنډمهالي ځایونه جوړ کړي.
هند کې د مرګ ریکارډولو بهیر کمزوری دی، په تېره د دغه هېواد کلیوالي سیمو کې په کور کې د مړینې راجسټرېشن تر ډېره نه کېږي.
داسې رپوټونه هم دي چې ځينې خبریالان د مړینې د کره شمېر مالومولو لپاره په سردخانو کې مړي شمېري.
ځینې شمېرې دا هم وايي چې ښايي هند کې له کورونا تر یو میلیون کسان مړه شوي وي.