تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر کاروبارونو د کورونا وېروس اغېز: عکسونه
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له هوا د سټلايټ له لارې اخيستل شويو عکسونو ښکاري چې د کورونا وېروس د سفر او ګرځندوی پر صنعت څومره اغېز شيندلی دی.
ایران کې د کورونا وېروس زرګونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د وېروس د خپروېدو له وېرې په مشهد کې د امام رضا مزار هم تړل شوی دی.
د امریکا په سالټ لېک هوايي اډه کې ډېرې لږ الوتکې تر سترګو کېږي.
فونېکس هوايي اډه کې د کرايي موټرو کاروبار په ټپه ولاړ دی. په دې تصوير کې يې د پخوا پرتله توپير جوت څرګندېږي.
د امرکا ورمونټ کې د موټرو تمځای خالي دی ځکه دلته سيلانيان نه ځي. په دې سيمه کې له ۵۰ زياتو کسانو پر راټولېدو بنديز لګېدلی. راسټورانټونو کې خلک ډوډۍ نشي خوړلی، يوازې کورونو ته د وړلو اجازه شته.
ټول عکسونه د MAXAR دي۔