کورونا وېروس او د هندي کارګرو ستونزې

د کورونا ويروس کړکېچ له پيل سره د هند لومړي وزير د خپل هېواد اقتصاد سره د ۲۶۶ ميليارډ ډالرو مرستندويه مالي ټولګې اعلان کړی، چې له روان حالته ووتلی شي. ده ويلي دا پيسې به د هند ځينو تر ټولو بېوزلو خلکو په ګډون د دغه هېواد له ډېرو سکتورونو سره هم مرسته وکړي. د ورځنيو مزدوريو ميليونونه کارګر د دغه هېواد لروبر ښارونو کې بند پاتې دي، د اوونيو اوږده ښاربنديز يې د ورځني ژوند کړاو لا سخت کړی، او ځينو يې د حکومت له مرستو هم لاس اخيستی. له مومبی پرې د بي بي سي خبرياله يوګيټا لامای راپور لري