کورونا وبا او په هند کې د اکسیجن کړکېچ

پر درېیمه پرلپسې ورځ د کوویډ - ۱۹ ناروغانو شمېر له ډېرېدو او له همدې کبله د مړینې کچې له لوړېدو وروسته د هندي روغتونونو مسوولین وايي، ناروغان یې د مصنوعي تنفس لپاره د اړین اکسیجن کمښت له کبله مړه کېږي.