تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلېنکن: چین بهر یرغلیز او کور کې ځپونکی چلن کوي
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین تورنوي چې بهرنی چلن یې ډېر یرغلیز یا تهاجمي او کورنی چلن یې ډېر ځپونکی دی.
ښاغلی بلېنکن له سي بي ایس نیوز سره په تازه مرکه کې وايي امریکا د چین مهارول نه غواړي، خو دا اجازه هم نه ور کوي چې پر اصولو او قوانینو ولاړ نړیوال نظم تر پښو لاندې کړي.
هغه په دې مرکه کې زیاتوي، د چین او امریکا ترمنځ پوځي ټکر اساسا د دواړو هېوادونو د ګټو په زیان دی.
د امریکا او چین ترمنځ اړیکي په دې وروستیو کې د سوداګرۍ، جاسوسۍ او د کورونا وبا له کبله ترینګلي دي.
د دغو هېوادونو خپلمنځي اړیکي پر دوی سربېره ټولې نړۍ ته مهم دي.
بېجېنګ د امریکا له نوې ادارې په بیا بیا غواړي چې د دغه هېواد د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دواړو هېوادونو ترینګلي اړیکي ورسره ورغوي.
ښاغلي بلېنکن سي بي ایس نیوز ته وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره فبرورۍ له خپل چیني سیال شي جین پېنګ سره پر مختلفو موضوعاتو ۲ ساعته تلیفوني خبرې وکړې.
نوموړی وايي "ولسمشر بایډن په زغرده څرګنده کړه چې موږ په ځینو برخو کې د چین د اقداماتو په تړاو رښتینې اندېښنې لرو."
د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې برخه کې د اقتصادي مسلو او د فکري ملکیت د غلا یادونه وکړه.
که څه هم واشنګټن چین د سلګونو میلیارد ډالرو په ارزښت د محرمو سوداګریز رازونو او معنوي ملکیت په غلا تورنوي، خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر دلته له دې ډډه وکړه چې دغه هېواد دښمن وبولي.
هغه وویل دا امکان نه لري چې دوی له چین سره اړیکي ونه پالي او معاملې ونه کړي. خو زیاتوي چې "دغو اړیکو کې رښتینې پیچیتلیا شته. کله خصمانه شي، کله په سیالۍ ولاړې وې او کله د همکاریو رنګ واخلي."
ښاغلی بلېنکن وايي چین ناعادلانه او خصمانه سیالي پر مخ بیايي، خو د ده په وینا دوی د خپلو همفکرو او د چین له دا ډول چلن د زیانمنو هېوادونو په راټولولو او بیجینګ ته د دې پیغام په ورکولو کې پیاوړي او برلاسي دي چې دا ډول چلن "دوام نشي کولی او دوام به هم ونه کړي."
د انتوني بلېنکن دا مرکه داسې مهال خپرېږي چې نوموړی د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو "جي اووه" د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته تللی.
دا له تېرو دوو کلونو په ډېره موده کې لومړی ځل دی چې د جي اووه هېوادونو وزیران حضوري غونډه کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن هم تېره اوونۍ د کانګرس دواوړو جرګو ته په خپله لومړۍ وینا کې وویل، له چین سره شخړه نه غواړي او د دغه هېواد ولسمشر شي جین پېنګ ته یې هم په تلیفوني خبرو کې ویلي چې د رغنده او عادلانه سیالۍ هرکلی کوي.