تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند کې د کورونا ناورین؛ د مړو سوځولو لپاره نور ځای نشته
په هند کې د کورونا وېروس وروستۍ څپې له کبله لا هم په دې هېواد کې بحراني حالت دی او پلازمېنه ډيلي کې د مړو سوځولو لپاره ځایونه ختم شوي.
چارواکو اوس د دې ښار پارکونو، د موټرو اډو او نورو سیمو کې د مړو سوځولو لپاره موقتي بندوبست کړی.
د مثبتو پېښو شمېر لا هم لوړ دی او یوازې په تېرو څو ورځو کې په هند کې تر یو میلیون ډېرې پېښې ثبتې شوې دي.
همدا راز هند د طبي اکسیجن، د جدي مراقبت وسایلو، کټونو او اړینو درملو له جدي کمښت سره مخ دی.
د کورونا وبا له پیل راهیسې تر دې دمه په ټول هند کې کابو ۱۷ میلیونه مثبتې پېښې ثبتې شوې دي او څه کم دوه لکه کسان مړه شوي.
خو داسې اټکل کېږي چې د مړو او مثبتو پېښو اصل شمېر ښایي تر هغه ډېر لوړ وي چې په رسمي توګه اعلانېږي.
پلازمېنه ډيلي کې د مړو سوځولو ځایونو کې عمله شپه او ورځ کار کوي، او ډېری وخت د مړي خپلوان هم اړ کېږي چې په دې وروستیو رسوماتو کې ورسره مرسته وکړي.
ځینې کورنۍ ان باید څو ساعته انتظار وکړي چې ځای ورته پیدا شي او د خپل مړي د سوځولو اجازه ورکړل شي.
امریکا لسګونه میلیونه ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته لېږي
په ورته وخت ې سپینه ماڼۍ وايي، راتلونکو څو اونیو کې نږدې ۶۰ میلیون ډوزه استرازېنیکا-اکسفورډ واکسین نورو هېوادونو ته استوي.
سره له دې چې ډېرو هېوادونو کې استرازېنیکا د واکسینولو عمومي ډګر کې ګډ شوی، خو دغه واکسین لا هم د امریکا د خوړو او درملو یا اېف ډي اې اجازه لیک ترلاسه کړی نه دی.
د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې د امریکا حکومت ویلي، د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له خوا د ارزونې پړاونو تر بشپړېدو وروسته به دغه واکسین ولېږي
امریکا- چې ځان د نړۍ مخکښه بولي- څو میاشتو کې دا سختې نیوکې پرې کېږي چې ولې له اندازې د زیات واکسین اخیستلو هڅې کوي او د کورونا نړیوال واکسین سره مرسته کې ګډون نه کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره میاشت هم ژمنه وکړه چې ۴ میلیون ډوزه استرازېنیکا واکسین شمالي او سوېلي ګاونډیانو ته استوي.
د دغه هېواد ګاونډیان کاناډا او مکسیکو د کورونا د زیاتوالي سره لاس او ګرېوان دي او روغتیايي ادارو یې استرازېنیکا واکسین ته اجازه لیک هم ور کړی دی.
د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ وویل، د خوړو او درملو ادارې ته په تمه دي چې ممکن په څو اونیو کې استرازېنیکا واکسین ته اجازه لیک ور کړي او بیا یې دوی له دې ګودامونو لس میلیون ډوزه واکسین ولېږي.
د امریکا حکومت وايي، پنځوس میلیون ډوزه نور واکسین د تولید مختلفو پړاوونو کې دی او د اېف ډي اې له تایید وروسته به ولېږل شي.
هند کې د وضعیت خرابېدو سره امریکا وویل، دغه هېواد ته د واکسین تولیدولو خام او لومړني مواد او هم طبي وسایل او د اکسېجن تولیدولو تجهیزات لېږي.
د امریکا او هند مشرانو جو بایډن او نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ پر دې مسله ټلیفوني خبرې هم درلودې.