نیویارک کې ډله ییز قبرونه

د امريکا نيويارک ايالت، د تازه شمېرو له مخې د نړۍ هر بل هېواد پرتله په کورنا ويروس د اخته کسانو ډېر شمېر لري. دې ايالت کې نژدې ۱۶۰ زره خلک په کورونا ويروس اخته دي، چې د اسپانيا او يټاليا پرتله هم لوړ شمېر دی. دغه ایالت ډله ييزو قبرونو کې د خپلو مړو په خښولو پيل کړی. دا انځورونه چې ډرون اخيستې، له برونکس سره نژدې هارټ ايلنډ ټاپو کې ځينې کارکوونکي ښيي چې اوږدو خندقونو کې د ناجو تابوتونه ږدي. ولسمشر ټرمپ پر خپل دې تکل بيا ټينګار کړی چې د امريکا اقتصاد چې هر څومره ژر وي د بې کارۍ لوړېدونکي شمېر پر وړاندې به يې پرانيزي.