د چین په ووهان کې څه تېرېږي

له نژدې دوو مياشتو وروسته چې په کورونا ويروس د اخته کېدو کومه پېښه په کې نه وه ثبت شوې، د چين پلازمېنه بېجينګ کې بيا بنديزونه لګېدلي دي. د د ويروس نوې خپرېدا کابو کولو په موخه پر ګرځېدو بنديزونه اعلان شوي دي. د کورونا ويروس دا نوې پېښې چې يوه اوونۍ مخکې رابرسېره شوې، د چين پلازمېنې د خوړو يو عمده يا ټولپلور بازار سره تړلې بلل شوې دي. د بي بي سي خبريال جان سدوورت د کورونا ويروس ريښو په اړه تازه نظريو ته ، او دا چې بېجينګ کې د چارواکيو لپاره نور څه تر مخ دي، کتنه کړې ده.