انلاین ځورونه: ' پوه شوم چې مېړه مې غیراخلاقي انځورونه درلودل

laptop keyboard

د عکس سرچینه، Thinkstock

    • Author, ګیما دنسټن
    • دنده, بي بي سي وېلز خبرونه

له خلکو غوښتل کیږي هغو نښونښانو ته پام وکړي چې ښايي د دوی د کورنۍ غړي په انلاین ډول غیر اخلافي انځورونه ګوري.

راپورونه وايی، په بریتانیا کې د انلاین ځورونې د مخنیوي لپاره له یو محرمانه مرکز سره د اړیکو د نیولو اندازه د وبا په مهال نږدې ۵۰٪ لوړه شوې ده.

همدا اوس یې بند کړه! یو خیریه بنسټ دی، وايي د قرنطین په مهال په ګډ وخت تیرولو سره ښايي په ځینو کورنیو کې ځینې نښې ولیدل شي.

سارا - چې د هغې اصلي نوم نه دی - له ویلز خپله کیسه له نورو سره په دې هیله شریکوي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

د هغې ۲۵ کلن مېړه نږدې ۵ کاله وړاندې د ماشومانو د نااخلاقي انځورونو په درلودلو سره ونیول شو.

هغه وايي: "زه هیڅ نه پوهېدم چې هغه څه کوي تر هغه چې یو سهار پولیس زموږ تر کوره را ورسېدل، هغه مهال زه په جګ پوړ کې وم او کار ته د تلو لپاره مې ځان چمتو کاوه. "

"هغه باید د دغه کار د پایلو په اړه پوهېدلی، خو هغه به ماته ویل چې زه له ماشومانو سره د جنسي اړیکو درلودل نه خوښوم. "

پولیسو د هغې مېړه د پوښتنو لپاره له ځان سره بوته او له کور یې ټول الکترونیکي وسایل یووړل.

په هماغه ورځ وروسته، سارا وتوانېده چې د پولیسو په مرکز کې له هغه سره خبرې وکړي، هغه مهال یې ومنله چې له لسو کلونو راهیسې نااخلاقي انځورونه ګوري، همداراز یې اعتراف وکړ چې له تیرو دوو کلونو راهیسې غیرقانوني مواد ور سره وو.

سارا وویل " په بشپړډول هک پک حیرانه پاتې شوم. "

Man on computer

د عکس سرچینه، Stop it Now

د ټولنیزو رسنیو تنظیموونکي د نااخلاقي انځورونو په تړاو اړیکه نیسي چې دا

"زما د ژوند تر ټولو ناوړه تجربه وه. "

"کله چې پوه شوم چې زما مېړه څه کړي دي، سملاسي راته دا فکر پیدا شو چې تر منځ مو اړیکه نور پای ته رسیدلې. "

" ډيری ښځې له خپلو مېړونو سره پاتېدل غوره ګڼي، خو زه پوه شوم چې زموږ اړیکه به هیڅکله د پخوا په څېر نه وي. "

سارا فکر کاوه چې مېړه یواځې د تفریحي او سپورت مسایلو په اړه مطالب لولي.

سارا د خپل طلاق کارونه پيل کړل، لکه څرنګه چې هغه احساس کوي نور به پر هغه هیڅکله باور ونه کړي.

دغه کار د ښوونکې په توګه د نوموړې پر مسلکي ژوند هم منفي اغیز وکړ او د هغې موقف یې هغه مهال راټیټ کړ چې خپلو ځوانو لوڼو ته یې چې په پوهنتون کې زدکړه کوي، خبر ورکړ.

هغه وايي: "زه ډيره وېرېدلې وم چې خپلو لورڼو ته ووایم هغه هم د ټلیفون له لارې ځکه دوی دواړه له کوره لرې دي او زدکړه کوي. "

"زه ډيره ووېرېدم ځکه که ژر تر ژره اقدام و نه کړم نو ښايي هغوی د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرې شي. "

Sarah thought her husband was just reading about interests such as sport

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سارا فکر کاوه چې مېړه یې د سپورت مطالب لولي.

دا زیاتوي: "پولیس په خپلو موټرو کې راغلل، زما د مېړه کارځی ته هم ورغلي وو چې د هغه کمپیوټر هم له ځان سره یوسي، زه نه پوهېدم چې شاوخوا څه روان دي. "

دواړو لورڼو وکړای شو چې له خپل پلار سره خپلې اړیکې بېرته جوړې کړي، که څه هم سارا چې بیا یې واده کړی له هغې مودې راهیسې په خپګان ژوند تیروي او ژوند یې ډير په ناچارۍ کې تیریږي.

سارا فکر کاوه چې کوم څه خراب دي، په دې اړه له ځینو نښو نښانو سره مخ کېدله.

هغې وویل چې دا مهمه ده تر څو خلک په دغو نښو پوه شي.

د هغې مېړه له ډېرې مودې راهیسې ژور خپګان او د نفس دعزت کموالي باندې اخته وه، په کار کې له ستونزو سره مخ و او تل یې دا اندېښنه درلوده چې ښايي له دندې وشړل شي.

سارا د خپل مېړه له نیول کېدو څو اونۍ وروسته له خپل مدیر سره اړیکه ونیوله تر څو ورته خپلې اندېښنې بیان کړي.

هغې ناسم فکر کاوه چې مېړه یې د شپې تر ناوخته پر کمپیوټر کار کوي او له همدې امله یې خوب هم نارام دی، هغې دا ګمان کاوه چې مېړه یې د سپورت په اړه مطالب لولي هغه څه چې نوموړي ور سره علاقه درلوده.

سارا وویل: "کاش چې پر هغه مې دومره باور نه کولی او پرې شکي شوي وی. "

"ځورول شوي ماشومان د دغو جرمونو اصلي قربانیان دي. "

هغې وویل دا ډیره مهمه ده چې خلک د مشکوکو څيزونو په اړه اقدام وکړي، نوموړې د هغه ملاتړ ستاینه هم وکړه چې له همدا اوس یې (بند کړه) په نوم خیریه بنسټ څخه تر لاسه کړی و.

' نښو ته متوجه کېدل'

Man on computer

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سارا وايي، کله چې د خبرداری زنګ شو، نو پوه شوه چې څه خبره شته.

دا د بریتانیا لومړنی محرمانه او پټ مرکز دی چې خلک ور سره اړیکه نیسي چې له نویو ځوانانو د ملاتړ له لارې د ماشومانو د جنسي ځورونې مخه ونیسي، هغه ملاتړ چې له دوی سره د جنسي فکرونو او چلن په اړه دی.

د دغه مرکز رییس ډونالډ فینډلټر پر ټولو غږ کوي چې د خپل ژوند شریک په اړه که په دې تړاو شک لري چې له ۱۸ کلنۍ ښکته کسانو جنسي انځورونه ګوري، له دوی سره دې اړیکه ونیسي.

هغه وايي: "د کویډـ۱۹ له امله، خلک له یو بل سره له نږدې کار کوي او استوګنه یې هم نږدې شوې، زه فکر کوم چې همدا یو علت دی چې ډيری خلک له موږ سره اړیکه نیسي. خلک یا له خپل ځانه پوهیږي او یا دا چې د ژوند شریک یې متوجه شوی دی. "

په ۲۰۲۰ کال کې، له ویلز څخه ۱۱۴ کسانو له دغه مرکز سره د خپلو یا نورو کسانو د چلن په اړه اړیکه نیولې ده او د دې تر څنګ بیا ۲۷۵۰ کسانو د دغه مرکز ویبپاڼه کتلې ده او د مرستې غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي فینډلټر زیاته کړه چې " د وبا، د یواځیتوب د احساس، روحي فشار او عمومي نامطمینه حالت له امله ښايي د ځینو خلکو د پورنوګرافۍ یا د لوڅو انځورونو د کتلو عادتونه زیاتېږي او بې قانوني انلاین چلن ته هڅېږی. "

د دې کارونو د نښونښانو موندل اسان نه دي. ځینې نښې يې دا دي چې له انلاین وسایلوسره په پټه بوخت وي، په غیرعادي وختونو کې لکه سهار وختي یې کاروي او بله ورځ نا ارامه وي او د ګناه او تشویش احساس کوي. "

د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ملي پولیسو د رییسانو د شورا مشر، سیمون بیلي وايي:

"هغه څوک چې د ماشومانو په اړه ناسم فکرونه لري، یا هغه څوک چې په دې باور دي چې ښايي د کورنۍ غړی یې وي، باید له همدا اوس یې بند کړه! بنسټ څخه مرسته وغواړي، له هغه پرته باید په تمه اوسي چې پولیس ور پسې ورځي.