بیت المقدس کې د موډلې عکسونو یهودان غوسه کړي

د عکس سرچینه، ROCHELLE BRODIN
په بیت المقدس کې د بېلجیمۍ موډلې ماریسا پاپن بربنډو عکسونو اخیستلو د یهودیانو غوسه پارولې ده.
ماریسا پاپن بیت المقدس ته څېرمه د ندبه دېوال مخامخ لوڅ عکسونه اخیستي او بیا یې خپاره کړي دي.
د ندبه دېوال مسوول خاخام د ماریسا پر دغه کړنه اندېښنه څرګنده کړې ده.
تېر کال هم مېرمن ماریسا پاپن د مصر په معبدونو کې د لوڅو عکسونو د اخیستلو په جرم یوه موده زنداني شوې وه.
د هغې په انټرنټي پاڼه په خپرو شويو انځورونو کې لیدل کېږي چې د نړۍ په ډېرو برخو کې یې لوڅ عکسونه اخیستي دي.
دغې بیلجیمۍ موډلې پر خپله ویبپاڼه د "شرم دېوال" تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی چې پکې یې لیکلي:
"د مصر تجربه د دې لامل شوه چې د سیاست او مذهب ترمنځ د پولو په نړولو کې لېوالتیا پیدا کړم"

د عکس سرچینه، AFP
ماریسا پاپن ویلي، اسراییل ته یې سفر د دغه هېواد د جوړېدو له ۷۰ مې کلیزې او بیت المقدس ته د امریکا د سفارت له لېږدونې سره هممهال و.
ماریسا په اسراییل کې په بربنډ حالت کې ډېر عکسونه اخیستي چې یو شمېر یې د مړه سمندر (بحر میت) تر غاړې او د اسراییل له بیرغ سره دي.
خو ندبه دېوال ته څېرمه یې چې کوم لوڅ عکسونه اخیستي، یهود مذهبي چارواکي یې ډېر غوسه کړي دي.
یهود مذهبي چارواکو د ندبه دېوال مخې ته د ماریسا پاپن عکسونه له شرم ډکه چاره او د یهود زیارتکوونکو سپکاوی بللی دی.
ماریسا پاپن دغو غبرګونونو ته په ځواب کې پر خپل فیسباکه لیکلي، زه په دې حیرانه یم چې ځیني کسان ولې لوڅ بدن سپکاوی ګڼي.
یو شمېر یهودانو نوموړې د یهودي ضد افکارو په لرلو تورنه کړې او ویلي دي، هغې په لوی لاس د مسلمانانو په مقدسو ځایونو کې له ورته عکسونو اخیستلو ډډه کړې، ځکه چې نه غواړي د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي.
خو ماریسا پاپن د اسراییل له ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې دغه ادعاوې ردې کړې او ویلي دي، بیت المقدس ته څېرمه یې د عکسونو اخیستلو انګېزه دا وه چې په دغه ځای کې د ښکلاپېژندنې له اړخه عکسونه ښکلي راځي.









