د ایران پارلمان: د اټومي انرژۍ اژانس سره تازه هوکړه دې باطله شي

د عکس سرچینه، ICANA.IR
د ایران پارلمان د دغه هېواد له قضایه قوې غوښتي چې د حکومت لخوا د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره شوې هوکړه باطله کړي.
د پارلمان غړو د رایو د اکثریت په تایید قضایه قوې ته د یوه رپوټ په استولو سره شکایت کړی چې ګواکې حکومت "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام" قانون له عملي کولو سر غړولی دی.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون د رپوټ په متن کې چې عمومي ناستې هم تایید کړی، د ایران د اټومي سازمان لخوا همدا تېره شپه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره شوې هوکړه او ګډه بیانیه "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام له قانون څرګنده سرغړونه بلل شوې ده"
پارلمان کې له ۲۳۹ حاضرو غړو ۲۲۱ تنو له حکومته دغه شکایت تایید کړ - ۶ مخالفې او ۷ ممتنع رایې ورکړې.
د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون لخوا د لیکل شوي رپوټ متن کې راغلي "ښاغلی ولسمشر او نور ټول ناقضان او سرغړوونکي دې په سملاسي ډول قضايه قوې ته وروپېژندل شي چې قضایه قوه هم د یاد قانون له مخې تر نوبت او معمول تشریفاتو بهر په بېړه ورته ورسېږي."
د ایران پارلمان "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام" قانون کې د ضرب الاجل په ټاکلو سره حکومت مکلف کړی و چې که د امریکا بندیزونه روان کال پای ته ونه رسېږي، پر الحاقي پروتوکول دې عمل ودروي، د ملګرو ملتونو څارونکو لخوا دې د ایران د اټومي تاسیساتو څارنه بنده او د یورانیمو شل سلنه بډاینه له سره پیل کړي.
د ایران د حکومت دریځ څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ایران حکومت د پارلمان لخوا د ټاکلي ضرب الاجل د پای ته رسېدو درشل کې تېره شپه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره د درېو نورو میاشتو لپاره د همکاریو د غځولو هوکړه وکړه.
د ایران حکومت په دې هوکړه کې منلې چې له نړیوال اژانس سره به له محدودیت پرته د تېر په څېر په بشپړ ډول همکاریو ته دوام ورکوي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هوکړې په اړه توضیحات وړاندې او ټینګار وکړ چې دا هوکړه د پارلمان لخوا جوړ شوي قانون سره ټکر کې نه ده.
دغه سازمان وايي د دې هوکړې "په دویم بند کې د رښتیا ازمویلو او اړین څار له دوام موخه دا ده چې ایران به تر دریو میاشتو د ځینو فعالیتونو مالومات او څارونکي تجهیزات چې ضمیمه کې مشخص شوي، ضبط او ځان سره ساتي. اژانس به په دې موده کې دغو اطلاعاتو ته هېڅ لاسرسی نه لري."
خو د ایران د اټومي انرژۍ سازمان دا هم ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د شوې هوکړې ضمیمه د دوی د اټومي تاسیساتو د خوندیتابه او "حفاظتي پاملرنو" لپاره پټه پاتې او نه خپرېږي.
له دې سره د ایران حکومت هم اعلان کړی چې ځان د پارلمان لخوا "د بندیزونو د لغوه کولو او د ایران د ملت د ګټو خوندیتوب لپاره د ستراتیژیک اقدام" قانون د عملي کولو مکلف ګڼي، او وروستۍ هوکړه له دغه قانون سره ټکر کې نه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن یوې خبري ناسته کې وویل دا نوې هوکړه د پارلمان د قانون په چوکاټ کې شوې.
هغه زیاته کړې وه چې د ایران د اټومي انرژۍ سازمان به نن او سبا د دې هوکړې تخنیکي اړخونه واضح کړي.
د ایران حکومت دا نوې هوکړه تېره ورځ تهران ته د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له ورغلي مشر رفاېل ګروسي سره کړې ده.









