فرانسه غواړي د ایران او امریکا منځګړیتوب وکړي

مکرون روحاني

د عکس سرچینه، REUTERS AND AFP

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون د ایران د اټومي تړون دوام لپاره د واشنګټن او تهران ترمنځ د "رښتیني منځګړي" رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی دی. ښاغلي مکرون د اتلانتیک شورا د پالیسۍ انسټیټیوټ ته ویلي د امریکايي اړخ لخوا دویم ځلي تعامل او ننګوونکو خبرو کې له ښکېلېدو سره د ملاتړ لپاره به د خپل وس هېڅ هڅه ونه سپموم.

هغه زیاته کړې: "زه هڅه کوم په دغو خبرو کې یو رښتینی او ژمن منځګړی واوسم."

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له ډونلډ ټرمپ څخه هم د هغه د ولسمشرۍ پر مهال غوښتي و چې د ایران اټومي هوکړه کې پر کړو ژمنو ولاړ پاتې شي.

له دې سره رویټرز د باخبره سرچینو له خولې رپوټ ورکړی چې د فرانسې، جرمني او بریتانیا بهرنیو چارو وزیران به ژر له خپل نوي امریکايي همپوړي انتوني بلېنکن سره د ایران اټومي هوکړې ته د بېرته ګرځېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

څو دېپلوماتیکو سرچینو دغه خبري اژانس ته ویلي دا انلاین ویډیويي خبرې ښايي همدا نن جمعه د سلواغې/جدي ۱۷مه وشي، خو نورو سرچینو یې بیا راتلونکې اوونۍ کې د کېدو خبره کړې ده.

په رپوټ کې زیاته شوې چې د دغو دریو اروپايي هیوادونو او امریکا بهرنیو چارو وزیران به دې انلاین ناسته کې پر نورو موضوعاتو هم وغږېږي.

یوه جګپوړي اروپايي دیپلومات ویلي: "له صفره یې نه پیلوو. هوکړې ته بېرته ګرځیدو لپاره د اړین بهیر پر جزیاتو پوهېږو او کولی شو پر لاپیاوړي توافق کار وکړو".

مکرون

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا کې واک ته د جو بایډن له رسېدو وروسته د دغه هېواد او ایران ترمنځ د ترینګلتیا د کمېدو هېلې ډېرې شوې دي.

خو دواړو خواوې اوس یو بل ته سترګې په لار دي چې د کړکېچ د کمېدو لپاره لومړی ګام واخلي او دغه انتظار د ایران اټومي هوکړې ته د بېرته ګرځېد مزل ټکنی کړی دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف څو ورځې وړاندې ویلي و اروپا کولی شي چې د ایران او امریکا د ګامونو په همغږۍ او هممهاله پخوانیو شرایطو ته بېرته ګرځېدو کې نقش ولوبوي.

د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن پنجشنبه بهرنیو چارو وزارت کې د خپل بهرني سیاست په اړه د خبرو پر مهال د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر په اختلافاتو ډېر تم نه شو.

د اکسیوس په نوم امریکا کې خبري/تحلیلي ویب پاڼې د ایران اټومي هوکړې ته د بېرته ګرځېدو لپاره له نورو سیاسي هاندوهڅو د باخبره سرچینو په حاله لیکلي، د جمعې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې د ایران اړوندو مسایلو د څېړلو لپاره د ملي امنیت شورا د لوړې کچې ناسته ترسره کیږي.