ملګري ملتونه: له اماراتو سره به د شهزادګۍ لطیفې پر قضیه خبرې وکړو

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES / PRINCESS LATIFA
ملګرو اعلان کړی دی چې له متحده عربي اماراتو سره به د دوبۍ د امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د لور شهزادګۍ لطیفې د قضیې په اړه خبرې وکړي.
شهزادګۍ لطیفې ادعا کړې ده چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د خپل پلار لخوا په دوبۍ کې یرغمل شوې ده.
په هغو ویډیوګانو چې چې نوموړې په پټه ثبتې کړې وې او اوس بي بي سي ترلاسه کړې دي، شهزادګۍ لطیفه وایي چې د خپل ژوند په اړه وېره لري.
یاده دې وي چې شهزادګۍ لطیفې په ۲۰۱۸ کال کې د ځینو ملګرو په مرسته له اماراتو د تېښتې هڅه کړې وه، خو بریالۍ نشوه او تر نیول کېدو وروسته بېرته دوبۍ ته ولېږدول شوه.
اوس د هغې لخوا ثبت شویو ویډیویایي پیغامونو په نړیواله کچه غبرګونونه را پارولي او پر ملګرو ملتونو غږ شوی چې باید دا قضیه وپلټي.
د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن هم ویلي، د دې قضیې په اړه اندېښنه لري، خو صبر به کوي او ګوري به چې د ملګرو ملتونو پلټنې څه پایله لري.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنک راب هم د چارشنبې پر ورځ وویل چې د شهزاګۍ لطیفې د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی، او د ملګرو ملتونو پلټڼې له له نږدې څاري.
د ملګرو ملتونو لخوا د پلټنو اعلان

د عکس سرچینه، TIINA JAUHIAINEN
اوس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېشنر دفتر ویلي، ډېر ژر به د اماراتو له حکومته د شهزادګۍ لطیفې په اړه پوښتنې ګروېږنې پیل کړي.
د یادې ادارې ویاند روپرټ کولوېل وایي، د نویو اسنادو له ارزولو وروسته ښایي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سیستم نورې برخې هم دې قضیه کې ښکېلې شي.
همدا راز د "جبري بند" په اړه د ملګرو ملتونو کاري ډلې هم ویلي چې شهزادګۍ لطیفې ویډیوګانې به ارزوي، او ښایي دوی هم په دې قضیه کې ښکېل شي.
د شهزادګۍ لطیفې پلار او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د نړۍ یو تر ټولو شتمن هېواد مشر او د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر دی.
نوموړی له ګڼو لویدیوځو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او بریتانیا او امریکا یې خپل ستراتیژیک ملګری بولي.
خو د بشري حقونو ډلې پر نوموړي نیوکه کوي چې په واکمنۍ کې یې اعتراض او شکایت ته اجازه نشته او قضایي ادارې یې له ښځو سره منصفانه چلن نه کوي.
شهزادګۍ لطیفې پخوا ویلي وو، خپل هېواد کې هېڅ ډول ازادي نه لري او ځکه یې غوښتل چې د ازاد ژوند لپاره بل هېواد ته وښتي.
خو پلار یې وایي چې د خپل لور ښېګڼه غواړي، او د متحده عربي اماراتو حکومت هم په تېر کې ټینګار کړی چې نوموړې له خپلې کورنۍ سره خوندي او خوشحاله ده.






